په ملېشیا کښې پنځوس پاکستانی شیعه مسلمانان ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i28258-په_ملېشیا_کښې_پنځوس_پاکستانی_شیعه_مسلمانان_ونیول_شول
د ملېشیا د سلانګور صوبې مذهبی چارواکو پنځوس پاکستانی شیعه ونیول.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 13, 2016 08:38 Asia/Kabul
  • په ملېشیا کښې پنځوس پاکستانی شیعه مسلمانان ونیول شول

د ملېشیا د سلانګور صوبې مذهبی چارواکو پنځوس پاکستانی شیعه ونیول.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې نیول شوی کسان پرون د عاشورا په ورځ د امام حسېن (ع)د ویر او ماتم په مراسمو کښې په ګډون کولو ونیول.

د ملېشیا یو مشهور شیعه مشر محمدکامل ظهیری عبدالعزیز وویل، دغه کسان په ((باتو کیو)) سیمه کښې ونیول شول او د سلانګور صوبې په کوانګ کښې جایس نومې اسلامی تنظیم ته بوتللې شول.

هغۀ وویل، له دغو نیول شویو کسانو څخه پینځلس تنه ښځې او ماشومان دی او احتمال شته چې پینځۀ دېرش تنه نور یې د شریعت محکمې ته منتقل کړې شی. د دغه رپوټ له مخې معلومه نه ده چې دغه کسان په کوم تور محاکمه کیږی، خو د ملېشیا اسلامی چارواکی په دغه هېواد کښې د شیعه مسلمانانو په خلاف د خپلې مخکېنۍ رویې او د هغې فتوې په بنیاد چې د مسلمانانو دغه دویمه ستره ډله منحرفه بولی د هغوی د نیولو او محاکمه کولو اقدام کوی.دا په داسې حال کښې دی چې د سلانګور مذهبی تنظیم جایس په دوه زره لسم کال کښې د یوې بیانیې په صادرولو سره د بهر ملکونو کسان له داسې فتوې معاف کړی وو. له دغو نیونو دوه ورځې مخکې هم مالاکا اسلامی تنظیم دوه دېرش کلن او څلور پنځوس کلن دوه ملېشیائی کسان چې د عاشورا په مناسبت د حسېن علیه السلام نوم لرونکے بېرغ یې اوچت کړے ؤ ونیول.