پاکستانی سوداګرو له ایران سره د بانکی معاملاتو د پیلیدو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i2854-پاکستانی_سوداګرو_له_ایران_سره_د_بانکی_معاملاتو_د_پیلیدو_غوښتنه_وکړه
پاکستانی سوداګرو د ایران خلاف د بندیزدونو د ختمیدو په هرکلی سره له تهران سره د رسمی بانکی معاملاتو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2016 18:14 Asia/Kabul
  • پاکستانی سوداګرو له ایران سره د بانکی معاملاتو د پیلیدو غوښتنه وکړه

پاکستانی سوداګرو د ایران خلاف د بندیزدونو د ختمیدو په هرکلی سره له تهران سره د رسمی بانکی معاملاتو غوښتنه وکړه.

ایرنا خبر ورکړی چې دپاکستان د سوداګرۍ اوصنعت د خونې د فیډریشن FPCCI مشر عبدالرؤف عالم وویل: د ایران خلاف د بایکاټونو ختمیدل د پاکستان او ایران ترمینځ د اقتصادی او تجارتی مناسباتو د ژورتیا په لاره کښې یو ستر ګام ګڼل کیږی.

هغه زیاته کړه: په دې بدلون سره اټکل کیږی چې له ایران سره ګډې پروژې په تیره بیا د ګیس د انتقال نل لیکه او له ایرانه د زر میګاواټه بریښنا د واردولو پروژې راژوندی شی.

د پاکستان د تاجرانو او صادرونکو د اتحادیې مشر وحید احمد هم وویل: د بندیزونو په لغوه کیدو سره اوس د دواړو هیوادونو ترمینځ د رسمی بانکی شبکې په جوړولو سره د سوداګرۍ د پراختیا د زمینې د برابریدو لاره هواره شوې ده.