دپاکستان په کراچۍ کښې دولس (۱۲) وسله وال ترهګر وژل شوی .
-
پاکستان .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د سیند صوبې د مرکز دکراچۍ دمالیر دپولیسو یوه چارواکی ایس ایس پی () راو انور وویل چې له پولیسو سره په نښتې کښې اته(۸) ترهګر په پییری سیمه کښې او څلور(۴) نور بیا په ګداپ سیمه کښې ووژل شول
دپاکستان دپولیسو دغه چارواکی وویل دغه نښته هغه وخت وشوه کله چې پولیسو په پییری سیمه کښې دوسله والو کسانو په یوه پټنځاې چاپه ووهله او هلته موجودو کسانو په پولیسو ډزې پیل کړې او د ډزو په تبادلې کښې اته(۸) وسله وال کسان ووژل شول او څلور(۴) نور ترهګر چې دپیښې په ځایه په تښتې بریالی شول په ګډاپ سیمه کښې ووژل شول .
په وژل شویو کسانو کښې دپینځو(۵)کسانو نومونه سهیل ، خلیل ، بلال ، طلها ، عبدالسلام دی .
وژل شوی ترهګر د لشکر جهنګوی او دالقاعده وهابی ترهګرو ډلو غړی دی .
د وژل شویو کسانو له پټنځاې څخه لاسی بمونه او د ځان وژونکو حملو جیکټونه هم کشف شوی دی .
لشکر جهنګوی ، سپاه صحابه ، القاعده ، طالبان او نورې وهابی ترهګرې ډلې په پاکستان کښې په ډیرې ازادۍ سره ترهګر فعالیتونه کوی او په رڼا ورځ خلک په بم چاودنو او حملو کښې وژنی .