د پاکستان بدنام ترهګر آصف چهوټو ونیوی شو
د پاکستان ستر ترهګر آصف چهوټو په پنجاب صوبه کښې ونیوی شو.
زمونږ خبریال د پاکستانی رسنیو په حواله خبر راکړی چې آصف چهوټو نومې ترهګر چې دترهګرۍ په سمبول مشهور و، د پاکستان د استخباراتی ادارې په لاس د پنجاب صوبې په ډیره غازی خان کښې ونیوی شو. د پاکستان حکومت د دغه بدنام ترهګر د ژوندی نیولو یا وژلو په سر لس میلیونه یعنې یو کروړ روپۍ انعام ایښی و.
آصف چهوټو دکراچۍ په شمول د پاکستان په مختلفو سیمو کښې په لس هاو ترهګرو عملیاتو کښې لاس درلود او نوم یې په ډیرو سترو مطلوبو ترهګرو کښې شامل و. د ده اصلی نوم رضوان و چې په ناصر او آصف چهوټو نومونو مشهور و.
هغه په ۱۹۹۸ میلادی کال کښې د کراچۍ په کلفټن ټاور کښې په کار اخته دوه ایرانی انجنیران مرتضی او علی محمد سره له نورو څلورو کسانو وژلی وو او همداشان د پاکستان په حکومت کښې په مهمو پوسټونو ګمارل شوی په لس هاو شیعه مسلمانان او شخصیتونه یې وژلی دی. د پاکستان په مختلفو تاڼو کښې د آصف چهوټو په خلاف په لس هاو شکایتونه او دوسیې ثبت شوې دی.
آصف چهوټو په نویمه لسیزه کښې په سپاه صحابه ډله کښې شامل شو چې وړومبۍ د لشکرجهنګوی د کراچۍ څانګې د مشر په ټوګه وټاکل شو او څو میاشتې مخکښې د دغې ترهګرې ډلې د مشر ملک اسحاق له وژل کیدو وروسته په ټول پاکستان کښې د لشکر جهنګوی مشر شو.