د ثبات په راوستو کښې د پاکستان د حکومت کړچار مثبت دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i2926-د_ثبات_په_راوستو_کښې_د_پاکستان_د_حکومت_کړچار_مثبت_دی
شهباز شریف په هیواد کښې د ټکاو په ټینګولو کښې د پاکستان د حکومت کړچار مثبت وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2016 09:49 Asia/Kabul
  • د ثبات په راوستو کښې د پاکستان د حکومت کړچار مثبت دی

شهباز شریف په هیواد کښې د ټکاو په ټینګولو کښې د پاکستان د حکومت کړچار مثبت وباله.

د ډان خبری سایټ د خبر له مخې د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر وویل: حکومت د خلکو په ساتنه، د ترهګرو ګواښونو په ختمولو او په هیواد کښې د امنیت په ټینګولو ژمن دی.

شهباز شریف زیاته کړه: د پاکستان د حکومت په سیاستونو سره هیواد د تیر کال په نسبت لا پیاوړی شوی او په مختلفو ښارونو کښې د ثبات اندازه هم زیاته شوې ده.

د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر همداشان د سمو اقتصادی سیاستونو غوره کول د خپل هیواد د اقتصادی ودې د زیاتیدو سبب وبلل.

شهباز شریف تیره میاشت هم د پاکستان د اقتصاد د ودې او پراختیا لپاره له ځمکې لاندې زیرمو د کارول کیدو غوښتنه کړې وه.