د پاکستان نړیواله څیره ښه شوې ده
Feb 23, 2016 12:54 Asia/Kabul
د پاکستان وزیراعظم د خپل هیواد د نړیوال حیثیت د ښه کیدو خبر ورکړ.
له اسلام آباده ډان خبری سایټ خبر ورکړی چې نوازشریف نن وویل: په هیواد کښې د امنیت په زیاتیدو او همداشان د پاکستان د اقتصادی ودې په زیاتیدو سره د هیواد نړیواله څیره ښه شوې ده.
د پاکستان وزیراعظم دې ټکی ته په اشارې سره چې د حکومت او پوځ په هلوځلو سره په هیواد کښې د ترهګرۍ جرړه وځی، څرګنده کړه: هیواد په سمه لاره روان دی او راتلونکی یې روښانه دی.
نواز شریف زیاته کړه: حکومت د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له خپلو ګاونډیانو سره د همپالنې سیاست خپل کړی دی.