د پاکستان پوځ په شمالی وزیرستان کښې ۱۵ ترهګر ووژل
دپاکستان د کورنیو چارو وزارت په شمالی وزیرستان کښې د ترهګرو په سنګرونو باندې د پاک پوځ د جنګی الوتکو د حملې خبر ورکړ.
ډان خبری سایټ لیکلی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن وویل: له افغانستان سره د پاکستان ګډې پولې ته څیرمه د ترهګرو په سنګرونو باندې د پوځ د جنګی الوتکو په برید کښې ۱۵ ترهګر وژل شوی دی.
دپاکستان داخله وزارت څرګنده کړه: د خیبرپښتونخوا صوبې په دته خیل سیمه کښې د پوځ په هوایی بریدونو کښې د ترهګرو اته مرکزونه هم ویجاړ شوی دی.
په خیبرپښتونخوا کښې د ترهګرو په سنګرونو دا حمله پس له دې وشوه چې طالبانو تیره یکشنبه په یاده صوبه کښې یو ښوونځی چاودولی و.
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د ۲۰۱۵ کاله له جنورۍ میاشتې نه د ترهګرو په ۱۶۹ مرکزونو باندې د امنیتی ځواکونو په حملو کښې څلور زره او ۷۴ ترهګر او همداشان د پوځ ۱۵۲ ځواکونه وژل شوی دی.