پاکستان له هند سره د جامع خبرو اترو غوښتونکی دی
د پاکستان د دولت او فوځ چارواکی غواړی له هند سره جامع خبرې اترې وکړی.
د ایرنا د راپور له مخې نن د پاکستان د فوځ او دولت مشرانو په یوه غونډه کې له هند سره د ټولو لانجمنو مسئلو د حل په موخه د جامع تل پاتې او معنی لرونکو خبرو اترو د پیل په اړتیا تینګار وکړ.
په دې غونډه کې چې له نواز شریف او راحیل شریف سر بیره د پاکستان لوړ پوړو سیاسی او فوځی چارواکو په کې شتون درلود پاکستانی چارواکو ټینګار وکړ له هند سره د لانجو حل به په سیمه کې د سولې او آرامۍ یو نوی څپرکی پرانیزی.
پرون نواز شریف په اسلام آباد کې د هند له سفیر ګوتم بامباوالا سره کتلی ؤ او د دواړو هیوادونو تر منځ ېې د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی ؤ.
په دې وروستیو کې د هند ولس مشر هم اعلان کړی ؤ چې له پاکستان سره د متقابل درناوی په اساس د اړیکو غوښتونکی دی .
پرناب موکرجی وویل هند او پاکستان باید په سیمه په تیره په سرحدی سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې یو د بل ملاتړ وکړی.
ویل شوی ښایی نواز شریف او نارندرا مودی راتونکې میاشت په واشنګټن کې د اتومی امنیت غونډې په څنډه کې یو له بل سره ملاقات هم وکړی .