پاکستان په سوریه کښې د اوربند هرکلی وکړ
دپاکستان د خارجه وزارت ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په سوریه کښې د اوربند لپاره د امریکې او روسیې ترمینځ د وروستۍ موافقې هرکلی وکړ چې له نن سهاره اجرا شوې ده.
د ایرنا د خبر له مخې نفیس ذکریا په دغه خبرپاڼه کښې ویلی چې پاکستان د سوریې په وړاندې د بې پلویتوب او د دغه هیواد د واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د احترام په اصولو یو ولاړ دریځ غوره کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوی چې پاکستان په سوریه کښې د روان انسانی کړکیچ په اړه اندیښمن دی او د دغه هیواد د کډوالو په ستونزو د غور په ضرورت ټینګار لری.
د سوریې د حکومت او مخالفانو ترمینځ د اوربند موافقه له نن سهاره اجرا شوه. له تیرو پنځو کالو راهیسې په پیل شوی د سوریې په جنګ کښې دا وړومبنی پراخ اوربند دی او ویل کیږی چې تراوسه پکښې له ۲ لکه ۷۰ زرو زیات کسان وژل شوی دی.
د اوربند په دې موافقه کښې داعش او جبهة النصره ترهګرې ډلې نه دی شاملې.