راحیل شریف د پاک پوځ بریاوې وستایلې
Feb 27, 2016 11:34 Asia/Kabul
د پاکستان د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قومندان له ترهګرۍ سره په مقابله کښې د پوځ د بریاو قدرونه وکړه.
د سماء ټی وی چینل د خبر له مخې جنرال راحیل شریف له ترهګرۍ سره په مقابله کښې د وروستیو بریاو په ترلاسه کولو کښې د پاک پوځ د ښه کړچار په وجه د هغوی قدرونه وکړه.
راحیل شریف په چولستان سیمه کښې د مانورې د کتنې په وخت په بهاولپور او بیا ملتان کښې له ترهګرو سره په مقابله کښې د پاکستان د پوځ د اقداماتو قدرونه او ستاینه وکړه.
راحیل شریف څرګنده کړه: مونږ باید له پراخو او بشپړو ګواښونو سره مقابلې ته چمتو ووسو.
هغه په عین حال کښې له ترهګرۍ سره په مقابله کښې د پوځ لاسته راوړنو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د پاکستان پوځ د دنیا ترټولو ښه او تکړه پوځ دی.