د پاکستان په سویلی وزیرستان کې پر طالبانو بمبار کړی
Feb 27, 2016 15:56 Asia/Kabul
د ایرنا خبری آژانس د خبر له مخې، د پاکستان جنګی جیټ الوتکو نن د سویلی وزیرستان په دته خیل سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړی.
د پاکستان پوځ ویلی چې په دې برید کې ۱۵ طالبان وژل شوی او یوشمېر ټپیان د ی.
خبرونه وایی په وزیرستان کې د طالبانو پرضد د پاکستان د پوځ عملیات ددې لامل شوی چې وسله وال د افغانستان خاورې ته واوړی او بل پلو د کابل دولت هم پردې باور دی چې د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته د وسله والو طالبانو او داعش ترهګرو اوړېدل به په دې هېواد کې وضعیت نور هم پسې نا امنه کړی.