دپاکستان په شمالی وزیرستان کښې نولس ترهګر ووژل شول .
-
پاکستان .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان پوځ وویل دشمالی وزیرستان په شوال سیمه کښې په ځمکنیو عملیاتو کښې نولس(۱۹) ترهګر او دغه راز څلور(۴) حکومتی عسکر هم ووژل شول .
دپاکستان جنګی الوتکو دغه راز دجنوبی وزیرستان په دته خیل سیمه کښې هم د ضرب عضب دعملیاتو په اخری پړاو کښې د ترهګرو په پټنځایونو حملې و کړې چې له کبله یې پینځلس(۱۵) تکفیری ترهګر ووژل شول او یوشمیر نور هم ژوبل شول .
دپاکستان په قبایلی سیمو کښې د ترهګرو پرضد دپوځ عملیات سبب شوی چې ټروریسټان افغانستان ته پناه یوسی او دغه چاره تل دافغانستان د اندیښنې سبب ده او دکابل حکومت باوری دی له پاکستان څخه افغانستان ته دترهګرو تښتیدل په دغه هیواد کښې دناکراریو د زیاتیدا سبب کیږی .
دپاکستان په شمالی وزیرستان قبایلی سیمه کښې چې دترهګرو ډلو دفعالیتونو ستر مرکز دی د ضرب عضب دعملیاتو په ترڅ کښې چې څه دپاسه یو نیم کال کیږی روان دی درې نیم زره(۳۵۰۰) ترهګر وژل شوی .