د طالبانو پرضد د پاکستان د پوځ بریدونه دوام لری
Mar 01, 2016 12:02 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیاتو د پای ته رسولو له پړاو سره هممهاله، توانېدلی چې د قبایلی سیمو ځینې برخې له طالبانو څخه ونیسی.
د ایرنا خبری آژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ پرون د شمالی وزیرستان په شوال سیمه کې په هوایی بریدونو کې ۱۲ طالبان وژلی او ددې سیمې ځینې مهمې برخې یې هم نیولې دی.
د پاکستان پوځ ویلی چې په دې عملیاتو کې د طالبانو درې مرکزونه هم له منځه تللی.
د یادونې وړده چې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال راحیل شریف شمالی وزیرستان ته په خپل وروستی سفر کې، د ضرب عضب عملیاتو د نهایی پړاو د پیلېدو امر کړی او ویلی یې دی چې ددې بریدونو په نهایی پړاو کې باید د طالبانو ټول مرکزونه له منځه ولاړ شی.