د پاکستان په پلازمینه کښې امنیتی تدابیر سخت کړی شول
د پنجاب صوبې د پخوانی ګورنر د قاتل د جنازې د مراسمو په وخت د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کښې سخت امنیتی تدابیر نیول شوی دی.
د ایران د راډیو او ټیلیویژن د خبری آژانس د خبر له مخې د سلمان تاثیر د قاتل ممتاز قادری د پانسۍ د خبر له خپریدو وروسته معترضانو د پاکستان په ځینو ښارونو کښې مظاهرې وکړې.
قادری د پنجاب صوبې د پخوانی ګورنر سلمان تاثیر د قتل په جرم پرون د راولپنډۍ په جیل کښې پانسی کړی شو.
د ممتاز قادری له پانسۍ سره په یو وخت د هغه پلوی ډلو په راولپنډۍ ښار کښې مظاهرې او اعتراضی ناستې وکړې.
ممتاز قادری د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په څلورمه نیټه سلمان تاثیر په اسلام آباد کښې په ډزو وژلی و.
د پاکستان حکومت د ممتاز قادری د بخښنې د غوښتنې ردولو ته په پام سره د دغه هیواد د ولسمشر ممنون حسین او د هغه د کورنۍ امنیتی تابیاوې زیاتې کړې دی.