آمریکا په نړۍ کښې د ترهګرۍ د رامینځته کولو اصلی عامل دی
د پاکستان د سنی اتحاد شورا مشر وویل: آمریکا د ترهګریزو فعالیتونو د ختمولو په پلمه د ترهګرۍ په رامینځته کولو کښې مهم رول لری.
زمونږ خبریال د راپور په اساس، د پاکستان د سنی اتحاد د شورا مشر صاحبزاده حامد رضا پرون د دغه هیواد د پنجاب صوبې په لاهور ښار کښې زیاته کړه: آمریکا یواځې د عمومی افکارو د دوکه کولو لپاره له ترهګرۍ سره د تش په نامه مبارزې له نومه استفاده کوی او ترهګرې ډلې رامینځته کوی، له هغو څخه د خپلو ګټو لپاره استفاده کوی او هر کله چې خطر وګوری، له ترهګرۍ سره د مبارزې ادعا کوی.
د پاکستان د سنی اتحاد د شورا مشر ټینګار وکړ: په دغه هیواد کښې امنیتی حالات د امریکا د لاسوهنو په وجه کړکیچن شوی دی.
هغه زیاته کړه: د پاکستان ولس د امریکا او د اسلام د دښمنانو د دسیسو د شنډولو لپاره تل یو موټئ دی.