د پاکستان سېنېټ د دغه هېواد حکومت ته خبردارے ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i37825-د_پاکستان_سېنېټ_د_دغه_هېواد_حکومت_ته_خبردارے_ورکړ
د پاکستان سېنېټ خبردارے ورکړ،د دغه هېواد د فوځ پخوانی قوماندان د سعودی د خود ساخته فوځی ائتلاف د قوماندانۍ د پوسټ په قبلولو سره د پاکستان حېثیت ته سخت زیان رسولے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2017 10:33 Asia/Kabul
  • د پاکستان سېنېټ د دغه هېواد حکومت ته خبردارے ورکړ

د پاکستان سېنېټ خبردارے ورکړ،د دغه هېواد د فوځ پخوانی قوماندان د سعودی د خود ساخته فوځی ائتلاف د قوماندانۍ د پوسټ په قبلولو سره د پاکستان حېثیت ته سخت زیان رسولے دے.

د سحر چېنل د رپوټ له مخې د پاکستان د سېنېټ مشر رضا ربانی پرون د دغې جرګې په څرګنده غونډه کښې د پاکستان د دفاع له وزیر خواجه اصفه پوښتنه وکړه چې په کوم اجازتلیک سره راحیل شریف د سعودی د خودساخته فوځی ائتلاف قوماندانی قبوله کړې ده؟

رضا ربانی د پاکستان د قانون له وزیره هم وغوښتل چې د چارشنبې د ورځې په څرګنده غونډه کښې دې په دې اړه د جزئیاتو وضاحت وکړی.

د پاکستان د پخوانی فوځی قوماندان لخوا د سعودی د خودساخته فوځی ائتلاف د قوماندانۍ منلو د دغه هېواد، د خلقو، د پارلېمانی استازیو او د فوځی، سیاسی او مذهبی شخصیتونو قهر او غصه راپرولې ده.

باید وویل  شی چې سعودی د ترهه ګرۍ یو اصلی ملاتړ دے او د وهابیت تفکر چې په دغه هېواد کښې زېږېدلے دے د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د ترهه ګرۍ د سپېرې ښکارندې ترویجونکے تفکر دے.