امریکاوایی پاکستان دې د ترهګرو ډلو ترمنځ توپیر نه کوی
د امریکا د ملی امنیت یوه لوړ پوړی چارواکی ویلی چې پاکستان باید د ترهګرو ډلو ترمنځ توپیر ونه کړی، ټولو ترهګرو ته د دښمن په سترګه وګوری او له توپیرپرته یې پر ضد اقدام وکړی
دغه څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ملی امنیت ادارې اړونده د سوېلی اسیا د څانګې مسوول پیټرلاوی پژواک خبری اژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې کړې دی.
هغه زیاته کړې چې د امریکا حکومت د سیمه ییزو ستونزو د هواری لپاره د پاکستان او هند د خبرو ملاتړ کوی، خو په دې شرط چې افغانستان هم په کې شریک شی.
نوموړی ویلی چې په دې توګه دغه هېوادونه کولى شی په ښه ډول د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړی.
پیټرلاوی زیاته کړې: ترهګری موږ ټولو ته ګډ ګواښ دى، هېڅ هېواد به ترې خوندی نه وی.
هغه چې د امریکا په بېلابېلو ادارو کې د افغانستان اوپاکستان په چارو کې مسوول پاتې شوى، وایی، دا ټولو ته معلومه ده چې اوس هم ځینې ترهګرې ډلې په پاکستان کې فعالیت کوی.
خو یاد امریکایی چارواکی دا هم ویلی چې د پاکستان حکومت او امنیتی ادارې هڅې کوی چې د ترهګرو زور مات کړی.
پیټرلاوی وایی، پاکستان هغه ترهګر لومړى هدف ګرځوی چې د دوى هېواد ته ګواښ وی او هغه ترهګر چې نورو هېوادونو او ګاونډیو ته ګواښ وی، هغوى ته ډېره پاملرنه نه کوی.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا تر دې مخکې هم په پاکستان او د ګډه پولې دواړو غاړو ته د القاعدې شبکې پر فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې ده.
بلخوا د سوېلی اسیا په چارو کې یوتن امریکایی کارپوه ډینیل مارکی ویلی چې د امریکا راتلونکى حکومت باید د پاکستان پر وړاندې جدی ووسی.
هغه د بهرنۍ پالیسۍ مجله کې په خپله یوه لیکنه کې ویلی چې منتخب ولسمشر ټرمپ به له خپلو امنیتی سلاکارانو سره ډېر ژر د پاکستان په اړه مشورې بشپړې کړی.
دنوموړی په وینا، پاکستانی مشران د نواز شریف او ټرمپ ترمنځ پر ټېلېفونی خبرو ځان غولوی چې ټرمپ د پاکستان د خاورې، حکومت او خلکو ستاینه کړې وه.
د یادولو ده چی امریکا په افغانستان د ترهه ګرۍ د له مینځه وړلو په پلمه حمله کړی وه خو نن له ۱۵ کلونو تیریدا وروسته نه یوازې په دغه هیواد کې ترهه ګری له مینځه نده لاړه بلکې د سیمې نورو هیوادونو ته هم غځیدلی ده .