جماعت الاحرار په پاکستان کې د امریکایانو د وژلو پړه ومنله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i3814-جماعت_الاحرار_په_پاکستان_کې_د_امریکایانو_د_وژلو_پړه_ومنله
د پاکستانی طالبانو اړوند د جماعت الاحرار ډلې ویلی د دې هیواد په شمال لودیځ کې دوه تنه امریکایان دوی وژلی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2016 16:54 Asia/Kabul
  • جماعت الاحرار په پاکستان کې د امریکایانو د وژلو پړه ومنله

د پاکستانی طالبانو اړوند د جماعت الاحرار ډلې ویلی د دې هیواد په شمال لودیځ کې دوه تنه امریکایان دوی وژلی

د رویټرز د راپور له مخې پرون د مهمندو ایجنسۍ قبایلی سیمې په امبار سیمه کې په یوه چاودنه کې دوه امریکایی اتباع ووژل او یو پاکستانی افسر او دری ساتونکی ېې ټپیان شول .

په سر کې پاکستانی رسنیو ویلی ؤ دا امریکایان د یو ایس اې آی دی مؤسسې کارکوونکی ؤ خو نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری وویل دا امریکایان په پیبښور کې د امریکا د قونسلګرۍ کارمندان ؤ چې له یو شمیر پاکستانی افسرانو او فوځیانو سره یو ځای د سرک غاړې په یوه بمی چاودنه کې ووژل شول .

جماعت الاحرار تر دې وړاندې هم په پاکستان کې په دولتی ودانیو او بهرنیو اتباعو په بریدونو تورنه وه .