د نواز شریف او راحیل شریف شریفانه سیاست !
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم داسې ښکاری چی په پاکستان کې د دغه هیواد د پوځ د پخوانی قوماندان متقاعد جنرال راحیل شریف په وسیله د ۳۹ اسلامی هیوادونو د پوځی ایتلاف د قوماندانۍ مسله نه ختمیږی .
په دغې موضوع د پاکستان په ډله ایزو رسندویو کې دومره نیوکې او ورته پام وشو چی ضروری ده په دې زمینه کې یو ځل بیا د پاکستان چاپ په جنګ ورځپاڼه کې د مشهور خبریال او لیکوال سلیم صافی په قلم ، راحیل شریف ، د عربو ایتلاف او څو حقایقو تر عنوان لاندې له یوې مقالې په استفادې سره دغې موضوع ته بیا اشاره وکړو .
سلیم صافی په خپله ننۍ مقاله کې د نواز شریف فطرت او عادت ته په اشارې سره لیکلی دی چی هغه هر چا ته چی څوکۍ ورکړی نو دا تمه ترې لری چی د هغه تابع وی لکه چی د پاکستان ولسمشر ممنون حسین دهغه تابع دې ، خو نواز شریف د راحیل شریف په اړه چی د پوځ مشر یې کړ دا نتیجه ترلاسه نکړې شوه .
په ۲۰۱۴ میلادی کال کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف له لوری د پرلاتو په وخت که څه هم راحیل شریف ظاهرا نیغ په نیغه لاس وهنه ونکړه خو نواز شریف له هغه خپه دې چی د پوځ ځینې کسان یې ولې د پرلاتو له ملاتړه منعه نکړل . پر دې سربیره نواز شریف دا احساس هم لری چی راحیل شریف د خپلې قوماندانۍ په وخت کې دا اجازه ورنکړه چی نواز شریف د خپلې خوښې بهرنې سیاست اعمال کړی بلکې د داخلی سیاست اصلی واګې هم د راحیل شریف په لاس کې وې او له راحیل شریف د نواز شریف اصلی خپګان او غوسه دا ده چی جنرال راحیل شریف مالی فساد او ترهه ګری سره تړلی بلل .
نواز شریف او د هغه ملګری په دې باور دی چی د پاناما موضوع چی د اپوزیشن او رسندویو په لومړنۍ موضوع بدله شوی ده ، اصلی محرک یې راحیل شریف وو او دا چی عمران خان د اسلام اباد د تړلو ګواښ کړې وو ، د نواز شریف په خیال د راحیل شریف په اشاره وو او هغه موضوع چی نواز شریف ته ډیر تکلیف ورکړ د راحیل شریف محبوبیت وو چی په رسندویو کې به له راحیل شریف مننه کیده او هغه به یو اتل او نواز شریف به هیڅ نه بلل کیده چی دا چاره سبب شوه نواز شریف یوه ورځ هم له خپل قدرته خوند واخلی .نو په دې اساس اوس نواز شریف غواړی چی له راحیل شریف یو ډول غچ واخلی او دا غچ یې د عربستان په مشرۍ د ۳۹ اسلامی هیوادونو د قوماندانۍ په څوکۍ سره پیل کړی دې . حکومت په دې زمینه کې عجیبه او متضاد دریځونه غوره کړل او د راحیل شریف محبوبه څیره یې داغی کړه او د سلیم صافی په وینا د راحیل شریف د خرابولو ټوله سناریو د نواز شریف دولت په سرپرستۍ پرمخ بوتلل شوه .
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف یو ځل وویل چی د حکومت او د پوځ په اجازې راحیل شریف د ۳۹ اسلامی هیوادونو د پوځی ایتلاف قوماندانۍ منلی ده . خو په سنا کې یې خپل دریځ ۱۸۰ درجې بدل کړ او ویې ویل چی دولت له دغې موضوع ندې خبر او نه هم له حکومته د ایتلاف د مشرۍ لپاره اجازه اخیستل شوی ده ، په داسې حال کې چی د سلیم صافی په وینا پاکستان له مخکې د نواز شریف په فیصله د نوموړی ایتلاف غړې شوې دې ، که څه هم د پاکستان حکومت د دباو او د پارلیمان د فیصلې په اساس یمن ته د ځواکونو له ورلیږلو ډډّ وکړه خو خو په دغه ایتلاف کې یې له غړیتوبه انکار ندې کړې ، بلکې په دې ارتباط پاکستان او عربستان یوه بل ته لیکونه هم لیږلی دی . د راحیل شریف رول هم له یوه کال راهیسې تر جاج لاندې وو ، نواز شریف په دې هکله په ځلونو له عربستان او راحیل شریف سره خبرې کړی وی او دا فیصله د نواز شریف دولت کړی وه .
سلیم صافی اعتراف وکړ چی دا ایتلاف په ظاهره د عربستان لخوا جوړ شوی خو په حقیت کې اصلی سرپرست یې امریکا ده . اوس هغه ایتلاف چی د امریکا په حکم جوړ شوی وی او مصر او ترکیې وغیره پکې هیوادونه یې غړی وی ، نو نواز شریف څوک دې چی په دغه ایتلاف کې له ګډونه انکار وکړی ؟د سلیم صافی په وینا هغه عربی ایتلاف چی جوړیږی پاکستان یې له لومړۍ ورځې غړی وو او په حقیقت کې یو سټراټیجیک ایتلاف دې چی مشری یې د امریکا پر غاړه ده . د دغه ایتلاف فیصلې به جنرال راحیل شریف ، یا بل کوم کس حتی د عربستان چارواکی هم نه کوی . که جرنال راحیل شریف د نوموړی ایتلاف مشری هم پرغاړه واخیسته نو اصلی استازیتوب به یې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف او د پاکستان اصلی رول به هم نواز شریف لوبوی نه جنرال راحیل شریف .
خو د سلیم صافی د نظر په اپوټه اکثره کارپیژاندی په دې باور دی چی نواز شریف په دغه ډول مسلو کې هیڅ کار نلری بلکې اصلی رول د پاکستان پوځ لوبوی او د سلیم صافی په وینا د دغه پوځی ایتلاف هدفونه او جوړښت به د ۲۰۱۷ میلادی د مارچ میاشتې تر پاې نهایی شی . که معامله وشوه نو راحیل شریف به د دولت او پوځ به اجازې د دغه ایتلاف قومانده پر غاړه واخلی نو داسې ښکاری چی نوازشریف غواړی په یوه ګوزار دوه ښکاره وکړی ، هغه غواړی چی عربستان هم له ځانه خوشحال کړی او په عین حال کې داسې فضا جوړه کړی د راحیل شریف لپاره تلل هم ممکن نه وی چی په دې بڼه کې به عربستان ته ووایی چی زما دولت د تاسو په ایتلاف کې موجود دې او ما د راحیل شریف مخه نده نیولی د هغه لاس مې د تاسو په لاس کې ورکړی وو ، خو څه وکړم چی هغه خپله نه غواړی دا کار وکړی . یا پوځ اجازه نه ورکوی .
د سلیم صافی په وینا دې ته وایی د شریفانو سیاست چی دې ځل د پاکستان په ګټو سربیره یو بل شریف هم د هغه قربانی کیږی .
عاشق حسین طوری