د پاکستان پنجاب صوبې ته له سوریې داعشیان ورځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i38284-د_پاکستان_پنجاب_صوبې_ته_له_سوریې_داعشیان_ورځی
زمونږ خبریال د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې له قوله راپور راکوی چی د پاکستان استخباراتی ادارو خبردارې ورکړی چی له سوریې د داعش ترهه ګرې ډلګۍ پړرې اړونده کسان د افغانستان له لارې پنجاب صوبې ته روان دی چی په دې کار سره به امنیتی وضعیت خراب شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 15, 2017 02:45 Asia/Kabul
  • د پاکستان پنجاب صوبې ته له سوریې داعشیان ورځی

زمونږ خبریال د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې له قوله راپور راکوی چی د پاکستان استخباراتی ادارو خبردارې ورکړی چی له سوریې د داعش ترهه ګرې ډلګۍ پړرې اړونده کسان د افغانستان له لارې پنجاب صوبې ته روان دی چی په دې کار سره به امنیتی وضعیت خراب شی .

پخوا هم داسې راپورونه راغلی وو چی ځینې پاکستانیان په سوریه کې د جنګ لپاره د داعش د ملګرتیا لپاره ورغلی دی .

د پاکستان د سولې د مطالعاتو د ادارې غړی عامر رضا ویلی دی چی د ځینو ترهه ګرو په اړه دا نده معلومه چی هغو پاکستانیان دی که بهرنیان .

د پنډۍ د پولیسو مشر اسرار احمد عباسی له ډان ورځپاڼی سره په خبرو کې ویلی دی چی  پولیس هره ورځ د شکمنو کسانو د نیولو لپاره عملیات ترسره کوی .

د پاکستان اکثره نظر خاوندان او شناندی وایی چی په پاکستان کې د پنجاب صوبه اوس هم د ترهه ګرو ډلو په تیره بیا د لشکر جهنګوی ، سپاه صحابه او داسې نورو ترهه ګرو ډلو خوندی مرکز بلل کیږی او حکومت دغو ترهه ګرو ډلو پرضد هیڅ اقدام نه کوی بلکې د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودری نثار علیخان په شمول ځینې د دغو ډلو له مشرانو سره غونډې ترسره کوی .