په کوئټه کښې دوه پولیس ووژل شول
Jan 17, 2017 08:52 Asia/Kabul
ناپېژندل شویووسله والو کسانو نن سهار د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوئټه کښې دوه پولیس ووژل.
د سحر چېنل د رپوټ له مخې د پاکستان په کوئټه ښار کښې ناپېژندل شویو وسله والو چې په موټر سائېکل سوارۀ وو دوه پولیس ووژل.
د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلی نواب ثناء ا... زهری د یرغلګرو د دغه اقدام په غندلو سره وویل هر چا چې د دغې صوبې په ناامنۍ کښې لاس لرلے وی و به نیول شی او سخته سزا به ورکړې شی.
بلوچستان صوبه په تېره بیا کوئټه ښار د پاکستان یوه ډېره ناامنه سیمه ګڼل کیږی په دغه سیمه کښې د لشکر جهنګوی په شمول ترهه ګرې ډلې فعالیتونه کوی.
ټیګونه