په کوئټه کښې دوه پولیس ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i38497-په_کوئټه_کښې_دوه_پولیس_ووژل_شول
ناپېژندل شویووسله والو کسانو نن سهار د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوئټه کښې دوه پولیس ووژل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 17, 2017 08:52 Asia/Kabul
  • په کوئټه کښې دوه پولیس ووژل شول

ناپېژندل شویووسله والو کسانو نن سهار د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوئټه کښې دوه پولیس ووژل.

د سحر چېنل د رپوټ له مخې د پاکستان په کوئټه ښار کښې ناپېژندل شویو وسله والو چې په موټر سائېکل سوارۀ وو دوه پولیس ووژل.

د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلی نواب ثناء ا... زهری د یرغلګرو د دغه اقدام په غندلو سره وویل هر چا چې د دغې صوبې په ناامنۍ کښې لاس لرلے وی و به نیول شی او سخته سزا به ورکړې شی.

بلوچستان صوبه په تېره بیا کوئټه ښار د پاکستان یوه ډېره ناامنه سیمه ګڼل کیږی په دغه سیمه کښې د لشکر جهنګوی په شمول ترهه ګرې ډلې  فعالیتونه کوی.