په پاکستان کې د داعش خزندو پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i3868-په_پاکستان_کې_د_داعش_خزندو_پراختیا
د تهران پښتو راډیو سیاسی مبصر د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې لیکلی چې داعش ترهګرې ډلګۍ له یوه پاکستانی خبریال حسن عبد ال...ه سره د تماس نیولو له لارې هڅه کړې نوموړی قانع کړی چې له دې ډلګۍ سره د یو ځای کیدا له لارې د اسلامی امت لپاره په یوه پانګه بدل شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2016 09:22 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د داعش خزندو پراختیا

د تهران پښتو راډیو سیاسی مبصر د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې لیکلی چې داعش ترهګرې ډلګۍ له یوه پاکستانی خبریال حسن عبد ال...ه سره د تماس نیولو له لارې هڅه کړې نوموړی قانع کړی چې له دې ډلګۍ سره د یو ځای کیدا له لارې د اسلامی امت لپاره په یوه پانګه بدل شی.

نوموړی له داعش سره د یو ځای کیدا په آړه د غوښتنې په ردولو سره ویلی له خپل اوسنی ژوند راضی او خوشحال دی او له دې ډلې سره د یو ځای کیدا لپاره هیڅ کومه اراده نه لری.

د حسن عبد الله په وینا د داعشی شخص موخه چې غوښتل ېې نوموړی داعش ته واړوی د افراطی تفکر په خاطر نه وه بلکې د داعش موخه داوه چې له یوه خبریال د خپلو رسنیزو تبلیغاتو په ماموریت کې ګټه واخلی .

دا چاره د دې ښودنه کوی چې داعش په پاکستان کې د خپل نفوذ دپراختیا او د خپل ځواک د تثبیت په موخه په بیلابیلو برخو کې د خپلو افرادو د استخدام هڅه کوی .

د کراچۍ د پولیسو د ترهګرۍ ضد برخې مشر راجه عمر هم خبرداری ورکړ چې داعش په پاکستان کې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره کافی فرصتونه او صلاحیتونه لری .

د هغه په وینا دې ډلې د مې په میاشت کې په کراچۍ ښار کې په یوه بس موټر په حملې سره چې ۴۵ تنه په کې ووژل شول د لومړی ځل لپآره په پاکستان کې خپل موجودیت اعلان کړ .

په پاکستان کې د داعش د پلویانو شمیر معلوم نه دی خو د پاکستان دولتی چارواکی په پاکستان کې د داعش د پلویانو په شتون په اعتراف سره وایی هغوی په منځنی ختیځ کې د داعش له مشرانو سره عملیاتی ارتباط نه لری خو د پاکستان د انټلجنس بیورو مشر آفتاب سلطان د پاکستان سنا جرګې ته د خپلو خبرو په ترځ کې اعتراف وکړ چې سلګونه پاکستانیان د سورېې جګړې ته تللی او هغوی چې بیرته راګرځی نور ډیر کسان هم داعش ته جذبوی .

د پاکستان د استخباراتو ددې ستر مقام په وینا داعش په پاکستان کې د افرادو د استخدام او دا چې څنګه دوام ولری له میرمنو هم استفاده کوی .

د عمر خطاب په وینا داعش د میرمنو د جذب او استخدام لپاره د کراچۍ په یوه سیمه کې د ښونې او روزنې په یوه اداره کې یو ویډیویی فلم هم ښودلی ؤ .

دې ښځینه متعلمینو وروسته له شتمنو او متوسطو میرمنو سره د تماس په نیولو سره هغوی ته ورښودلی ؤ چې د خلافت د اجراء لپاره له داعش سره مالی مرسته وکړی .

د عمر خطاب په وینا یو شمیر دا میرمنې نیول شوې هم وې .

همداراز پوهنتونونه هم په پاکستان کې د داعش د نظر وړ ځایونه دی .

د مثال په ډول په کراچۍ کې په بس موټر په حملې اصلی تورن سعد عزیز ملک د کراچۍ ښار له یوې معتبر پوهنتون فارغ شوی ؤ .

د دې پوهتون یوې استادې پروفیسورې هما بقایی هم اعتراف وکړ چې د هیواد په څو پوهنتونونو کې افراطی پروفیسوران په تدریس بوخت دی او د محصلینو د مغزو د وینځنې لپاره د پوهنتون له درسی ټولګیو ګټه اخلی .

د میرمن بقایی په وینا په درسی ټولګیو هیڅ ډول نظارت شتون نه لری .

پاکستانی خبریال حسن عبد ال.. وایی په پاکستان کې د انتحاری افرادو پیژندل ډیر آسانه او ساده دی چې شمیر ېې تر زرو تنو رسیږی خو د داعش لپآره د باسواده او لوړو زده کړو لرونکو کسانو استخدام یوه ارزښتمنه پانګه بلل کیږی .

حسن عبد الله زیاتوی دوه نور لوړ پوړی او پیاوړی پاکستانی خبریالان پیژنی چې د داعش له خوا د همکارۍ غوښتنه ترې شوې وه .

هغه وایی د داعش له خوا خبریالانو ته بلنه ورکول په رسنیو کې د داعش د فعالیتونو اړوند خبرونو د خپرولو په موخه دی .

د حسن عبد الله په وینا د افرادو د استخدام لپاره د داعش د هلو ځلو په نتیجه کې څو تنه مسلکی خبریالان داعش ته وراوښتی هم دی خو په عین حال کې القاعده هم هڅه کوی په پاکستان کې افراد استخدام کړی .

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد پولیسو د مشر عمر خطاب په وینا له دې دوو ډلو به یوه ېې بریالۍ کیږی خو دا مالومه نه ده چې کومه یوه به وی ځکه د القاعدې ګڼو کسانو له دې ډلګۍ سره خپله وفاداری پریښې او داعش ته وراوښتی دی .

د واشنګټن د جورج ټاون پوهنتون د امنیتی مطالعاتو د یوه مرکز د غړی بروس هاف د څرګندونو په اساس تر دې وړاندې د افراطیانو په اړه عمومی تصور دا ؤ چې هغوی به د غرو افراطی او ترهګر قبایل وی چې راکټ لانچر به ېې په اوږو وی ، خو اوس زمانې تغیر کړی او په پاکستان کې د ترهګرو او افراطیونو نوی نسل هغه کسان جوړوی چې له معتبرو پوهنتونونو فارغ او له شمتنو او متوسطو کورنیو سره تړاو لری چې غواړی په ډاډ سره ځانونه په نړیواله کچه په خلکو ومنی .

هغوی له ټولنیزو رسنیو په ګټه اخیستنه پوهیږی او بلد دی چې څه ډول له پولو او بریدونو په تیریدا سره په نړیوالو ټولنو کې په ډیره آرامۍ سره نفوذ وکړی .

داعش د محصلینو ، استادانو ، حقوق پوهانو ، خبریالانو او نورو لوستو کسانو د قانع کولو تر څنګ د مالی مرستو د راټولولو لپاره له میرمنو هم استفاده کوی .

د داعش وفادارانو په کراچۍ کې خپل مستحکم حضور ثابت کړی او دا ښار د ترهګرو او افراطیانو لپاره په یوه د خوښې وړ ځای بدل شوی دی .