په پاکستان کې د طالب مشرانو پر شتون اعتراف
د پښتو راډیو د راپور له مخې په امنیتی او نړیوالو چارو کې د پاکستان د لومړی وزیر سلا کار سرتاج عزیز په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا په نوم د فکر خونې ته په خطاب کې اعتراف وکړ چې په پاکستان کې د افغانستان د طالبانو مشران شتون لری او اسلام آباد پر هغوی د یادولو وړ اغیز او نفوذ لری ځکه چې د هغوی کورنۍ هم په پاکستان کې اوسی او له روغتیایی آسانتیاؤؤ هم برخه منې دی .
د سر تاج عزیز په وینا پاکستان کولای شی هغوی دومره تر فشار لاندې ونیسی چې د خبرو اترو میز ته ېې حاضر کړی خو پاکستان نه شی کولای له دوی سره د کابل په استازی توب خبرې وکړی ځکه چې اسلام آباد د کابل په اپوټه نه شی کولای هغوی ته امتیاز ورکړی.
نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا پاکستان طالبانو ته سخت پیغام ورکړی وویل د طالبانو تر فشار لاندې د نیولو په موخه د هغوی تسهیلات کم شوی او د هغوی تګ راتګ هم محدود شوی دی .
سرتاج عزیز وایی طالب مشرانو ته خبرداری ورکړل شوی که د خبرو اترو میز ته حاضر نه شی پاکستان کولای شی هغوی له خپلې خاورې وباسی.
نوموړی هڅه وکړه چې د واشنګټن د فکر خونه په دې قانع کړی چې اسلام آباد له طالبانو خپل ملاتړ ختم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دامریکا پخوانی سفیر جیمز کنینګهم په واشنګټن کې په یوه بله ناسته کې چې د افغانستان لپآره څه باید وکړو تر عنوان لاندې جوړه شوې وه وویل د افغانستان طالبان په پاکستان کې آزادانه فعالیت لری ، د پاکستان د دولت له ملاتړه برخه من دی او تر هغو چې پاکستان له دوی خپل ملاتړ پای ته ونه رسوی هغوی به هیڅکله خبرو اترو ته حاضر نه شی.
پاتې دې نه وی چې د پاکستان د فوځ مشر جنرال راحیل شریف له تاجکستان څخه د راګرځیدا پر مهال کابل ته په خپل لنډ سفر کې د افغانستان له لوړ پوړو چارواکو من جمله ولس مشر اشرف غنی ، په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو نوی قوماندان جنرال نیکلسون او د امریکا د فوځ له لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد سره چې هغه هم کابل ته سفر کړی ؤ په خپله لیدنه کې د افغانستان او سیمې امنیتی وضعیت او په شمالی وزیرستان کې د پاکستان د فوځ عملیات وڅیړل .
د پاکستان د فوځ د عمومی اړیکو د کمیتې په وینا جنرال راحیل شریف د افغانستان له دولت خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ او افغان چارواکو هم له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان رول او په شمالی وزیرستان کې د پاکستانی فوځ بریالیتوبونه وستایل .
پاتې دې نه وی چې اوس دا پوښتنه مطرح ده چې پاکستان کلونه کلونه په خپله خاوره کې د طالب مشرانو شتون رد کړی ؤ نو اوس ولې پرې اعتراف کوی؟
کار پوهان په دې برخه کې په دې باور دی چې د افغانستان طالبان که څه هم ظاهراً وایی د افغانستان له دولت سره خبرې اترې نه کوی خو په حقیقت کې دې پایلې ته رسیدلی دی چې باید خپلې ستونځې له افغان دولت سره حل کړی او د افغانستان دولت هم هڅه کوی چې په یوه دریم هیواد کې له طالبانو سره خبرې اترې تر سره کړی او پاکستان له هغوی استفاده ونه کړی.
ځکه چې پاکستان یواځې د امتیاز اخیستو په موخه طالبان خبرو اترو ته چمتو کوی.
خو که طالبان په خپله له دولت سره مستقیمې خبرې اترې تر سره نه کړی پاکستان به د دریم ګړی رول ولری او اصلی استفاده به پاکستان وکړی .
د ویلو ده چې د طالبانو هغه مشران چې په قطر کې میشت دی د طالبانو د سیاسی برخې په توګه فعالیت لری خپلې کورنۍ ېې هم له پاکستان ایستلې دی او د پاکستان په قید او بند کې نه دی هغوی هڅه کوی چې طالبان د پاکستان له کنترول خلاص کړی نو په همدې خاطر ده چې اوس مهال پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو د مشرانو په شتون اعتراف کوی تر څو د خبرو اترو د مثبتوالی په صورت کې بی برخې پاتې نه شی.