د پاړه چنار په چاودنه کښې دولس کېلو بارود استعمال شوي دي
د پاړه چنار د چاودنې د وړومبنيو تحقيقاتو له مخې په دغه چاودنه کښې دولس کېلو چاودېدونکي مواد استعمال شوي دي.
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې د ليکنې له مخې له چاودنې مخکې د بمونو شنډوونکو ځواکونو سيمه له هر ډول چاودنې له خطره پاکه اعلان کړې وه.
د خبر له مخې د کرمې اېجنسۍ د پوليټيکل اېجنټ مرستيال شاهد علي خان وويل، دغه د سبزۍ منډهي چې پکې چاودنه رامنځته شوه هر ورځ بم شنډونکي ځواکونه چېک کوي اود هر ډول خطر نه ليدو وروسته يې کليئر اعلانوي. او په دغه ورځ يې هم دغه منډهي کليئر اعلان کړه خو له دې وروسته چاودنه رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې چاودېدونکي مواد د مڼو يا ټماټرو په کرېټ کښې اېښودل شوي وو.
د خبر له مخې تحقيقاتي ټيم له سيمې څخه د اطلاعاتو د راغونډولو په حال کښې دے او له دغې پېښې سره په ارتباط کښې يې تر اوسه اوه مشکوک کسان نيولي دي.
------