د پاړه چنار د ترهه ګرې پېښې د غندلو لړۍ جاري ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i39037-د_پاړه_چنار_د_ترهه_ګرې_پېښې_د_غندلو_لړۍ_جاري_ده
د پاکستان مجلس وحدت مسلمين د پاړه چنار پېښه وغندله او درې ورځې وير يې اعلان کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2017 04:06 Asia/Kabul
  • د پاړه چنار د ترهه ګرې پېښې د غندلو لړۍ جاري ده

د پاکستان مجلس وحدت مسلمين د پاړه چنار پېښه وغندله او درې ورځې وير يې اعلان کړ

د اسلام ټائمز وېبيپاڼې د رپوټ له مخې د مجلس وحدت مسلمين مشرانو علامه راجه ناصر عباس جعفري، علامه سيد احمد اقبال رضوي، علامه حسن ظفر نقوي، سيد ناصر عباس شيرازي، علامه اقبال بهشتي، علامه مبارک موسوي او نورو مشرانو په يو ګډ پېغام کښې د پاړه چنار په سبزي منډهۍکښې د رامنځته شوې ترهه ګرې پېښې په غندلو سره وويل: ترهه ګرو په خاورو او وينو کښې د بې ګناه خلقو په لوغړولو سره د بربريت تاريخ تازه کړ. هغوي زياته کړه چې د دغې پېښې په سختۍ په غندلو سره په ټول پاکستان کښې درې ورځې وير اعلانوو. او نن د ايتوار په ورځ به د ملک په مختلفو سيمو کښې احتجاجي مظاهرې کولې شي.

په دغه بيانيه کښې راغلي دي چې تر څو د ترهه ګرو د ملاتړو او سياسي سرپرستونو په خلاف عمليات  ونه شي په ملک کښې به د ترهه ګرۍ له سپېرې ښکارندې څخه نجات ونه موندې شي.

په بيانيه کښې وويل شول چې د کرمې اېجنسۍ انتظاميه د دهشتګردو  په خلاف د اقداماتو په ځاے  د دغې سيمې پرامنه خلق تنګوي او ويروي.

په بيانيه کښې زياته کړې شوه چې د واکمنانو د بېلنس پالېسيو په وجه د ترهه ګرو حوصلې اوچتيږي او په خپل وحشي توب کښې لا سپين سترګي کيږي.