په پاکستان کښې شیعه ګوندونو درې ورځې عمومي ویر اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i39115-په_پاکستان_کښې_شیعه_ګوندونو_درې_ورځې_عمومي_ویر_اعلان_کړ
په پاړه چنار کښې د ترهګرې حملې له امله د پاکستان شیعه علماو او ګوندونو د درې ورځني عموي ویر اعلان وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2017 16:35 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې شیعه ګوندونو درې ورځې عمومي ویر اعلان کړ

په پاړه چنار کښې د ترهګرې حملې له امله د پاکستان شیعه علماو او ګوندونو د درې ورځني عموي ویر اعلان وکړ.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان شیعه عالمانو او ګوندونو د کرمې ایجنسۍ په مرکز په پاړه چنار ښار کښې د بیګناه شیعه مسلمانانو خلاف د پرونۍ ترهګرې حملې په غندلو سره په هغې کښې د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه. هغوي همداشان د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دغه جنایت ترسره کونکي ونیسي او محاکمه ئې کړي.

شیعه عالمانو ویلي چې تکفیري ترهګر په اهل تسنن پورې هیڅ تړاو نه لري.

رپورټونه وائې چې په دغه ترهګره چاودنه کښې دیرش کیلو چاودونکي مواد کارول شوي چې په یو صندوق کښې ایښودل شوي وو.

دا ترهګره چاودنه په داسې حال کښې شوې ده چې د پاړه چنار ښار امنیت د پاکستان د پوځ په لاس کښې دی.

د پاکستان لشکر جهنګوي ترهګرې ډلې د دې چاودنې پړه منلې ده چې له داعش سره ډیره نزدې اړیکه لري.