ترهګرۍ د ځینو هیوادونو دستراتژۍ نه جلاکیدونکی برخه ده .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i39191-ترهګرۍ_د_ځینو_هیوادونو_دستراتژۍ_نه_جلاکیدونکی_برخه_ده_.
زمونږ خبریال وایی دپاکستان یوه(۱)لیکوال نذر حافی په اسلام ټایمز ویبپاڼې کښې د صدای ملت په نوم په یوې مقالې کښې ولیکل جرم چې هر ډول وی مجرم باید سزا شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2017 12:31 Asia/Kabul
  • ترهګرۍ د ځینو هیوادونو دستراتژۍ نه جلاکیدونکی برخه ده .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان یوه(۱)لیکوال نذر حافی په اسلام ټایمز ویبپاڼې کښې د صدای ملت په نوم په یوې مقالې کښې ولیکل جرم چې هر ډول وی مجرم باید سزا شی .

اوس پوښتنه داده  کومه مرجع دا اختیار لری چې مجرم سزا کړی پوځ یا پولیس .؟

که چیرې له محکمې بهر په کوم ځاې کښې څوک  ووژل یا سزا شی یا په محکمې دخپلې خوښې فیصلې وروتپل شی په داډول هیواد کښې حکومت  او محکمه خپل اعتماد او حیثیت له لاسه ورکوی .

ډیره موده کیږی چې په پاکستان کښې خلک تښتول او وژل  کیږی .

په پاکستان کښې  یوشمیر خلک هم د مذهبی توب او یوشمیر نور هم دنا مذهبی توب په وجه تښتول او وژل کیږی .

په پاکستان کښې  یوشمیر خلک هم د ویناګانو او یو شمیر نور هم هم په فیسبوک اینټرنیټ پاڼې کښې د فعالیت او د  ویبلاګونو په خاطر تښتول کیږی او بې درکه کیږی .

کله چې یوشمیر ادارې یعنی دپاکستان جاسوسۍ ادارې په تیره بیا استخباراتی اداره ایی ایس ایی(ISI) ځان له قانون بره ګڼی او دخلکو مخالفت او اعتراض نشی زغملی او له خپلو اختیاراتو او واکونو ناوړه ګټه پورته کوی په داډول حالت کښې د پاره چنار(Parachinar) د بم چاودنې په شان غمجنه او بوږنونکی پیښه رامینځته کیږی .

دپاکستان دکرمې ایجنسۍ دمرکز پاره چنار ښار په سبزې منډۍ کښې ترهګره بم چاودنه چې څومره هم وغندل شی کمه ده خو دا یو(۱)  حقیقت دی چې دپاره چنار د پیښې احتمال وو .

دسوریې په حلب او د عراق په موصل کښې دسرزورو ترهګرو ډلو له ماتی او شاتګ وروسته دغه احتمال کیده چې ټروریسټان او سرزوری کسان په پاره چنار کښې  بم چاودنه وکړی  خو له بده مرغه دپاکستان پوځ داډول ترخو پیښو او بم چاودنو د مخنیوی پرځاې کوشش شروع کړی دی چې د پاره چنار ځایی خلک بې وسلې کړی .

که چیرې د پاکستان حکومتی په تیره بیا جاسوسۍ ادارو ددې پرځاې چې دپاره چنار ځایی خلک د بې وسلې کیدا لپاره تر دباو لاندې ورولی له همدغو ځایی خلکو سره دښار په حفاظتی مسایلو غور کولای د پاره چنار بم چاودنه به نه رامینځته کیدله .

دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا دپاره چنار ښار له ترهګرې بم چاودنې او ترخې پیښې وروسته پرون دغه ښار ته ورغی او دسیمې له خلکو سره یې خواخوږی اعلان کړه چې د هغه دغه کار په خپل ځاې د قدرونې وړ چاره ده خو داډول سفرونه به هغه وخت ګټور وو چې د جنرال قمر باجوا تر حکم لاندې ادارې دپاره چنار دخلکو احترام وکړی او دهغوې امنیت تامین کړی .

په هره سیمه کښې  حقیقی ساتونکی په لومړی پړاو کښې دهغه سیمې خلک وی .

دپاره چنار سیمې په مسایلو کښې دځایی خلکو نظرونه ، دودونه ، رسمونه او حقوق او رایې باید لومړیتوب ولری .

که چیرې دپاکستان حکومتی او جاسوسۍ ادارې له خلکو سره خپل واټن کم کړی او  دهغوې مسایلو ته پام وکړی او دهغوې مخالف نظر وزغمی په داسې بڼه کښې دهغو کسانو چې مخالف نظر لری د تښتولو او بې درکه کولو هیڅ ضرورت نشته .

داسې چارې په داسې حال کښې رامینځته کیږی چې دپاکستان ځینې ادارې په تیره بیا جاسوسۍ اداره ایی ایس ایی (ISI)ځان له قانون بره ګڼی .

د ویلو ده چې دپاکستان دپاره چنار د ترهګرۍ بم چاودنې  مسوولیت لشکر جهنګوی العالمی ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستی دی او ویلی یې دی چې دغه چاودنه یې دپاکستان دطالبانو دشهریار محسود څانګې په مرستې کړی ده خو دشهریار محسود څانګې دغه خبره رد  یا تائید کړی نه ده .

دا خبره هیڅ اهمیت نلری چې کومې ډلې د پاره چنار دبم چاودنې ذمه واری پرغاړه اخیستی ده .

ځکه  چې د پاکستان د لشکر جهنګوی ، سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی العالمی ، طالبانو، او ددغه ډلې مختلفې څانګې ، القاعده او داعش په نهایت کښې په یوه لیکه کښې راځی او له یوه ځاې څخه ورسره مالی او فکری مرستې کیږی او ددغو ترهګرو ډلو چورلیزتوب وهابیت او سلفیت دی چې د وهابیت ماهیت هم معلوم دی چې دیوه عربی هیواد سعودی عربستان د تیلو په ډالرو سره په سیمه او دنیا کښې دودول کیږی .

له بده مرغه دپاکستان امنیتی ادارې هم له یوې خوا د داډول تکفیری ترهګرو ډلو په مقابل کښې چې دعربستان لخوا چې پاکستان هغه ورور هیواد بولی مالی او فکری مرستې ترلاسه کوی هیڅ کار نشی کولای او  له بلې خوا دپاکستان جاسوسۍ ادارې هم له همدغو وهابی او  سلفی ډلو دخپلو ځینو ګاونډیو هیوادونو په مقابل کښې د ستراتژیکو وسلو په توګه استفاده کوی او په داډول حالت کښې ترهګرۍ حکومتی څیره غوره کوی چې دهغې له مینځه وړل نور مشکل ښکاری مګر دا چې دپاکستان ددغو ادارو یعنی د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی ستراتژیانې بدلې شی .

البته پاکستان هم دامریکا دسیاست پیروۍ کوی .

په نړیواله سویه دا امریکا ده چې د القاعده ، داعش وغیره په شمول دترهګرو ډلو په وسیله د خپلو هدفونو د تحقق کوشش کوی او د پاکستان او د امریکا د کارپیژاندو په وینا دغه  دوه(۲) هیوادونه له سعودی عربستان او انګلستان سره یوځاې په سیمه کښې داوسنیو ترهګرو ډلو جوړونکی دی .