په پاکستان کښې د بشری حقوقو د فعالانو د ازادۍ غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i39241-په_پاکستان_کښې_د_بشری_حقوقو_د_فعالانو_د_ازادۍ_غوښتنه
د پاکستان سیاسی او مذهبی خلقو او شخصیتونو د احتجاجی مظاهرو په کولو سره په دغه هېواد کښې د بشری حقوقو د فعالانو او وېبلاګ لیکونکو د آزادۍ غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2017 09:13 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د بشری حقوقو د فعالانو د ازادۍ غوښتنه

د پاکستان سیاسی او مذهبی خلقو او شخصیتونو د احتجاجی مظاهرو په کولو سره په دغه هېواد کښې د بشری حقوقو د فعالانو او وېبلاګ لیکونکو د آزادۍ غوښتنه وکړه.

د سحر چېنل د رپوت له مخې د پاکستان د پیپلز ګوند یو مشر فرحت ا... بابر په اسلام اباد کښې د مظاهرچیانو په غونډه کښې د بشری حقوقو د فعالانو او وېبلاګ لیکونکو په تښتولو باندې د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د عوامو د امنیت په ساتلو کښې ناکام دے.

د 2017  کال د جنورۍ له شروع نه تر اوسه د اسلام آباد په شمول د پاکستان په مختلفوښارونو کښې د بشری حقوقو له فعالانو او وېبلاګ لیکونکو څخه پینځه تنه بې درکه شوی دی.

د پاکستان د سېنېټ مشر رضا ربانی هم د بشری حقوقو د فعالانو او وېبلاګ لیکونکو په بې درکه کېدو د اندېښنې په څرګندولو سره د پاکستان  له حکومته وغوښتل زر تر زره دې د دغو کسانو د ازادۍ لپاره اقدام وکړی.

د بشری حقوقوڅارونکې ادارې هم په پاکستان کښې د بشری حقوقو د فعالانواو وېبلاګ لیکونکو په تښتول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان حکومت د دغو کسانو په تښتولو کښې د هر ډول لاس لرنه رد کړې ده. پاکستان د خبریالانولپاره د ډېرو خطرناکو هېوادونو په قطار کښې راځی.