د پاکستان په پیښور کې دوه چاودیدونکی جیکټونه ونیول شول
Jan 24, 2017 16:24 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکوی د پیښور ښار د ځانګړو عملیاتو د پولیسو مشر سجاد خان وویل امنیتی ځواکونو د دغو جیکټونو په نیولو سره په پیښور کې د څو چاودنو مخه ونیوله .
له بلې خوا د پاکستان ډان سایټ ادعا وکړه چی دغه دوه جیکټونه د پیښور ښار د ابوبکر جومات د موذن په استوګن ځای کې نیول شوی او موذن تښتیدلې دې .
اکثره شناندی په دې باور دی چی په هیواد کې هغه دینی مدرسې چی د عربستان او ځینو نورو عربو هیوادونو لخوا ورسره مالی او نور ملاتړونه کیږی په ترهه ګرو حملو کې لاس لری او ټول ترهه ګر په همدغو دینی مدرسو کې روزل کیږی .
ټیګونه