په سعودی کښې د پاکستان زر تنه فوځیان موجود دی
د پاکستان د دفاع وزیر وویل، د دغه هېواد زر تنه فوځیان په سعودی عرب کښې د آل سعود د فوځیانو په ټرېنګ بوخت دی.
د سحر چېنل د رپوټ له مخې خواجه محمد آصف په اسلام آباد کښې ادعا وکړه دغه پاکستانی فوځیان یوازې سعودی فوځیانوته د ټرېننګ ورکولو لپاره دی.
دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د وزیراعظم د سلاکار سرتاج عزیز له دې مخکې تاکید کړے ؤ چې اسلام آباد له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه د سعودی تر مشرۍ لاندې د ائتلاف په چوکاټ کښې به هیڅ یوهېواد ته ځواکونه ونه لیږی.
تقریباً یوه میاشت مخکې هم سعودی چارواکو دغه هېواد ته د پاکستان د فوځ د پخوانی قوماندان جنرل راحیل شریف په سفر کښې هغه ته د سعودی په مشرۍ د نهه دېرشو هېوادونو د خودساخته فوځی ائتلاف د قوماندانۍ وړاندیز مطرح کړ چې د پاکستان د خلقو، د قومی اسمبلۍ او سېنېټ د غړیو او د سیاسی او مذهبی ګوندونو د شخصیتونو مخالفت یې په ځان پسې ولرۀ.