دګوادر او چابهار بندرونو ترمینځ دې سړک اوریل پټلۍ جوړې شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i39767-دګوادر_او_چابهار_بندرونو_ترمینځ_دې_سړک_اوریل_پټلۍ_جوړې_شي
په پاکستان کې دایران سفیر مهدي هنر دوست هم په دغې کتنې کې وویل دچابهار اوګوادر بندورونوپه نسبت دایران نظر هم هماغه دی چې دپاکستان چارواکي ئې لري . هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې دوه ګاونډي هیوادونه باید دهراړخیزو اړیکو پهتیره بیا دتجارتي اواقتصادي ملګرتیاؤ په زمینې کې دپراختیا لپاره وخت ضایع نه کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2017 15:19 Asia/Kabul
  • دګوادر او چابهار بندرونو ترمینځ دې سړک اوریل پټلۍ جوړې شي

په پاکستان کې دایران سفیر مهدي هنر دوست هم په دغې کتنې کې وویل دچابهار اوګوادر بندورونوپه نسبت دایران نظر هم هماغه دی چې دپاکستان چارواکي ئې لري . هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې دوه ګاونډي هیوادونه باید دهراړخیزو اړیکو پهتیره بیا دتجارتي اواقتصادي ملګرتیاؤ په زمینې کې دپراختیا لپاره وخت ضایع نه کړي

 ایرناخبری آژانس راپور ورکړ  د پاکستان  د بندرونو اوکشتۍ چلونې دچارو وزیر  میرحاصل خان بزنجو  نن   په پاکستان کې داسلامی ایران له سفیر  مهدي هنر دوست سره په کتنې  کې  وویل ، که څه هم  دزاهدان اوکویټه ښارونو ترمینځ ریل پټلۍ شته ،  او فعاله ده ، خو  دچابهار او ګوادر بندرونو   ا همیّت د دواړو بندرونو ترمینځ  نسبتا  کمې فاصلې ته په پام سره  ایجابوي  چې  د دواړو بندرونو ترمینځ  دراتلونکو  ملګرتیاؤ دآسانتیاؤ په موخې سره  ټرانسپورټي لارې اوریل پټلۍ   کرښې  هم  بشپړ شي .

  هغه  همدارازدپاکستان دکراچۍ  او ګوادر بندره  چابهاربندر ته  دمسافرانو  دتلوراتلو لپا ره  دسمندري لارې  په پرانیستو کې  هم دچټکتیا غوښتنه وکړه  او وې ویل دمسافرانو  دلازیات امنیت تامینولو او  دتلوراتلو  دآسانتیاؤ په موخې سره  چې زیاتره  په ایران کې دزیارتونو  په موخې سره د دواړو هیوادونو ترمینځ تګ  راتګ کوي ، د دغې لارې سملاسی  افتتاح کول د ورځې یو ضرورت   او د دواړو هیوادونو لپاره  دغه سمندري لاره ډير  اهمیّت لري چې  دپاکستان  لومړی وزیر نواز شریف  شخصا ددغې لارې  په زر  پرانیستو ټيڼګار کوي .

 په پاکستان کې دایران  سفیر مهدي هنر دوست هم په دغې کتنې کې  وویل  دچابهار  اوګوادر بندورونوپه نسبت    دایران   نظر  هم هماغه دی چې دپاکستان چارواکي ئې  لري . هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې  دوه ګاونډي هیوادونه  باید دهراړخیزو اړیکو پهتیره بیا  دتجارتي اواقتصادي  ملګرتیاؤ په زمینې کې  دپراختیا لپاره  وخت ضایع نه کړي ، د دوو اړخیزو  اقتصادي اوتجارتي  ملګرتیاؤ دپیاوړتیا اوپراختیا لپاره  دچابهار اوګوادر بندرونو  شرفیت ته په اشارې سره  ټينګار وکړ  تل مو وئيلي دي  چې چابهار اوګوادر بندرونه  به  سره بلل شوي  خوئيندې  وي  او دمونږ هڅه داده چې  د دواړو هیوادونو   او دسیمې له پراختیا سره  دمرستې په موخې سره  د دواړو  بندرونو ترمینځ  ارتباط ،تعامل اوملګرتیا لازیاته پیاوؤي اوپراخه شي .

  هغه ټينګار وکړ   ګوادر بندر ته  دایران نظر دچابهار بندر په څير دی   اودواړه د درستې سیمې دپراخیتا اوترقۍ لپاره  ځانګړی اهمیّت لري  .  د ایران سفیر  همداراز  دپاکستان  دبلوچستان صوبې  ځينوسیمو ته دایران  دبریښنا ددیرش میګاواټي بریښنا دصادرولو د زیاتولو خبر هم ورکړ  او وې ویل چې  د دغې فیصلې  دپاکستان چارواکو هم تود  هرکلی کړی دی .  هغه وویل ګوادر بندر   دچین او پاکستان د سترې مشترکې اقتصادي پروژې (سی پیک )  اصلی چورلیز   دی  او ایران لومړنی هیواد ؤ چې  له دغې سترې پروژې سره ئې دیوځاي کیدا لپاره خپله دلچسپی  ښودلې ده .