د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر پاکستان ته لاړ
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر په درې ورځني سفر د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته رسیدلی دی.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې اسلام آباد ته د رسیدو پر مهال پاکستاني چارواکو د محمود عباس تود هرکلی وکړ.
ټاکل شوې چې هغه په دغه سفر کښې له پاکستاني چارواکو سره د مهمو سیمه ایزو مسائلو په اړه خبرې اترې وکړي.
اسلام آباد ته د محمود عباس د سفر یو ډیر مهم پروګرام په پاکستان کښې د فلسطین د نوي سفارت پرانیسته ده.
خبر زیاتوي چې په دې سفیر کښې د فلسطین پنځه وزیران او ۱۷ سفارتکاران د محمود عباس ملګرتیا کوي.
ټاکل شوې چې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف او ولسمشر ممنون حسین سره جلاجلا ملاقاتونه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دا، اسلام آباد ته د محمود عباس دریم سفر دی.
پاکستان تل له ۱۹۶۷ کال نه د مخکښنیو سرحدونو او د قدس په پایتختی د یو خپلواکه فلسطیني هیواد د جوړیدو ملاتړ کوي.