د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی سېکتر په ټرمپ نیوکه وکړه
Feb 01, 2017 16:57 Asia/Kabul
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی سېکتر امریکې ته له داخلېدو څخه د مسلمانانو د مخنیوی په باره کښې د دغه هېواد د ولسمشر په فېصلې باندې په نیوکې سره د ټرمپ دغه فېصله سیاسی وبلله.
د سحر چېنل د رپوټ له مخې راجه ناصر عباس جعفری د دې په بیانولو سره چې امریکه د اسلامی نړۍ اصلی دښمنه ده وویل ټول اسلامی هېوادونه حتی اروپائی هېوادونه هم پکار دی د امریکې د چارواکو د غلطو او متعصبانه فېصلو په وړاندې رد عمل څرګند کړی.
جعفری وویل، د امریکې لاسونه په افغانستان، عراق او سوریې وغېره کښې د زرګونو بې ګناه خلقو په وینو رنګ دی او پکار دی نن اسلامی نړۍ امریکې ته له داخلېدو څخه د مسلمانانو د مخنیوی په اړه د امریکې د ولسمشر د بې وقوفانه چلند په وړاندې د خپل صحیح او اصولی موقف څرګندونه وکړی.
ټیګونه