هند د لشکر طیبه د مشر د محاکمې غوښتنه وکړه
Feb 03, 2017 11:38 Asia/Kabul
د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، پاکستان د لشکر طیبه د مشر د محاکمې لپاره کافی مدارک او ثبوتونه لری.
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې ویکاس سواروپ نن د لشکر طیبه یا جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید د محاکمې په غوښتنې سره وویل، په پاکستان کښې د هغۀ محاکمه پرېکنده او مضبوطې سیاسی ارادې ته ضرورت لری.
ویکاس سواروپ څرګنده کړه، د لشکر طیبه له مشر سره د پاکستان پرېکنده چلند له دهشتګردۍ سره په مبارزه کښې د اسلام آباد صداقت ثابتوی.
هند لشکر طیبه ډله په دوه زره اتم کال کښې د بمبۍد ترهه ګرې حملې په پلانونې او ترسره کونې چې پکې یو شل شپېتۀ کسان ووژل شول تورنه کړې ده. د پاکستان حکومت هم په دې وروستیو کښې وویل چې حافظ سعید یې په کور کښې نظر بند کړے دے.
ټیګونه