سعودی په څلورو میاشتو کې نهه دېرش زره پاکستانیان شړلی دی
د سعودی عربستان امنیتی ادارو په تیرو څلورو میاشتو کې تر نهه دېرش زره زیات پاکستانی ښاریز له هیواده شړلی دی.
د سعودی په ملی شورا کښې د امنیتی کمېټۍ مشر عبدالله السعدون ویلی چې د سعودی حکومت باید د پاکستانی اتباعو د څارنې پروسه سخته کړی او تر کلکی څارنی وروسته هغوی ته وېزې ورکړې شی.
نوموړی زیاته کړې چې په دې اړه باید د پاکستان حکومت او امنیتی ادارو سره په ګډه یو داسې میکانیزم رامنځته شی چې په ترڅ کې یې د پاکستانی اتباعو څارنه په دقیقه او سمه توګه ترسره شی.
باید وویل شی چې د پاکستان سرکاری تحقیقاتی ادارې (FIA) د ۲۰۱۵ کال رپوټ سره سم سعودی له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۵ کال پورې تر یو نیم لکو پورې پاکستانیان له سعودی عربستان څخه شړل شوی دی.
په رپوټ کې همدارنګ ویل شوی چې زرګونه پاکستانیان اوس هم په سعودی کې په جېلونو کښې پراته دی.
د یوې شمېرنې له مخې سعودی عربستان په ۲۰۱۳ کال کی تر ۷ لکو زیات بهرنیان له هیواده شړلی
د ویلو ده چې په دې وروستۍ موده کښې په یمن باندې د سعودی ائتلاف د یرغل او په سوریې، عراق او نورو سیمو کښې د ترهه ګرو ډلو د مالی او وسله ایزو ملاتړونو په وجه د سعودی عربستان اقتصادی حالت ته سخت زیانونه رسېدلی دی او ډېرې کمپنۍ او پروژې په ټپه ولاړې دی. او حتی نړیوالو پورونو ته یې مخه کړې ده.