دپاکستان په خانیوال کې شپږ ترهه ګرهلاک شوي دي
زمونږخبریال دجنګ انټرنیټي سایټ له قوله راپوروراکړ دپاکستان دپوځ اطلاعاتي ادارې یا آئي ایس پي آر دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دي ،بیګا ئې له پولیسو سره په ګډو عملیاتو کې چې دپټو اطلاعاتو له ترلاسه کیداروسته شوي ، دپنجاب صوبې دخانیوال په چک ۹۸ سیمې کې ئې دترهه ګرو په یوه پټنځاي چاپه ووهله چې هلته موجودو ترهه ګرو ورباندې ناتار ډزې وکړې او په ځوابی ډزو کې هم له هغو شپږ ترهه ګر هلاک او یوشمیر نور هم دشپې له تورتمه په استفادې سره په تښتې کې بریالي شوي دي .
راپورښئ دغه ترهه ګر دطالبانوډلې دیوې څانګې جماعت الاحرار جنایتکار وو، هغه جنایتکاره ډله چې په همداوروستیو کې ئې په لاهور اوپيښور کې دځان مرګو بریدونوپړه هم په غاړه اخستې ده . دغه راپور ښئ چې ترهه ګرو دپنجاب صوبې په حساسو تاسیساتو دحملو او منصوبه بندي کړې وه او دهغوي له دغه پټنځایه یو شمیر نقشې ،تجهیزات بمونه اوچاودیدونکي توکي هم کشف اوضبط شوي دي .
یو بل خبر ښئ چې دسیالکوټ سره نزدې په پسرور کې هم درینجرز او پولیسو ګډ عملیات روان دي اوپه دغوعملیاتو کې شپږ افغانان هم نیول شوي دي .ویل کیږی دپاکستان پوځ نور مجبوره شوی څو دکراچۍ په څير په پنجاب صوبې کې هم پاکونکي عملیات ترسره کړي البته چې له دې مخکې پنجاب صوبائي حکومت په کرتو له دغه ډول عملیاتو سره مخالفت کاوه خواوس مجبوره شوی څو د پوځ په لاس پاکونکوعملیاتو ترسره کولو ته غاړه کیږدي .په یوه بل خبر کې هم ویل شوي چې دپنجاب صوبې په منډي بهاءالدین سیمې کې هم رینجرز اوپولیسو ګډ پاکونکي عملیات کړي چې په تیجې ئې کې ابو ۷۳شکمن کسان نیول شوي چې ځيني افغانان هم پکې شامل دي او یو شمیر وسله او تجهیزات هم کشف شوي دي .