په افغانستان کې داعش دپاکستان او سیمې لپاره جدي خطره ده .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ په افغانستان کې دپاکستان پخواني سفیر اوتکړه ډيپلوماټ رستم شاه مومند نن ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې وویل دپاکستان حکومت ددې لپاره چې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په زمینې کې پخپلو موخو کې بریالی شي ،باید د داعش خوځښتونه ته لازیات پام ولري او په پاکستان کې د نفوذ او د جرړو دغزولو لپاره د دغې ډلې هڅه جدی وګڼي .
دپاکستان دغه شناندي او کارپوه ټيڼګار کړی ، پاکستان باید له خپلو تیرو تجروبو درس واخلي ، دپاکستان امنیتي ادارې لازیاتې ځيرتیا اوهوښیاتریا ته اړتیا لري .څرنګه ممکنه ده ترهه ګر دپاکستان له لودیځه یعني د افغانستان له پولې دغه هیواد ته داخل شي او بیا له ډیر اوږد سفره وروسته سند صوبې ته ورسیږي او په سیهون شریف کې ترهه ګره حمله وکړي ،له دې پرته دپآکستان امنیتي او اطلاعاتي اورګانونه دهغوي له نفوذ او بیا سند ته په رسیدو خبر نشي ، دایوه جدي موضوع ده چې باید جدي پام ورته وشي. هغه همداراز وویل ، پاکستان باوري دی په رووستیو درو کلونو کې دپوځ په وسیله دافغانستان له پولې سره په نزدوسیمو قبایلي سیمو کې د ضرب عضب پاکونکي عملیاتو په نتیجې کې ونه توانیدل ، افغانستان ته د ترهه ګرو دتښتیدو مخه ونیسی او اوس له پاکستانه ځينو زخم خوړلو ترهه ګرو په افغانستان کې پټنځایونه جوړ کړي دي او له هماغه ځایه دپاکستان په خلاف خپلې حملې پلانوي .
رستم شاه مومند دافغانستان په خاورې کې د ترهه ګرو پر پټنځایونو دپآکستان دپوځ دبیګانۍ حملې ناخوښ اقدام وباله او وې ویل دنورو هیوادونو په خاوره کې دغه شان عملیات ترسره کول سم کار نه دی هماغه شان چې پاکستان هیڅکله هم نه مني نور هیوادونه د دغه هیواد په خاوره کې پوځي عملیات وکړي .پاکستان هم باید دافغانستان دملی حاکمیّت او مځکنۍ بشپړ تیا ته داحترام په سترګه وګوي او په رسمیّت ئې وپيژني ،ځکه که داسې نه وي نو د داسلام اباد اووکابل ترمینځ به تاؤتریخوالي لاپسېزیات شي او روان مشکلات او مسئلې به لاپسې پيچلي شي .