د پاکستان په بلوچستان کښې په نادره دفتر باندې حمله شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41358-د_پاکستان_په_بلوچستان_کښې_په_نادره_دفتر_باندې_حمله_شوې_ده
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې په رجسټرېشن دفتر باندې د ناپېژندل شویو وسله والو په حمله کښې پینځه تنه ژوبل شول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2017 04:18 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان کښې په نادره دفتر باندې حمله شوې ده

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې په رجسټرېشن دفتر باندې د ناپېژندل شویو وسله والو په حمله کښې پینځه تنه ژوبل شول

تسنیم خبری اژانس د پاکستان د سما چېنل له قوله رپوټ ورکړ، وسله والو کسانو د بلوچستان صوبې په کوئټه ښار کښې په نادرا نومې رجسټرېشن دفتر باندې په حملې سره پینځه تنه پولیس ژوبل کړل.

د بلوچستان صوبې د پولیسو قوماندان شیر افګن وویل، وسله وال کسان چې په دغې اداره یې حمله وکړه د لشکر جهنګوی ترهه ګر کسان وو.

د پاکستان بلوچستان صوبه د دغه هېواد کښې ډېره ناامنه صوبه ګڼل کیږی او د سپاه صحابه، لشکر جهنګوی او جماعت الاحرار په شان تکفیری ترهه ګرې ډلې په کوئټه ښار او د دغې صوبې په نورو مختلفو سیمو کښې د شیعه مسلمانانو په شمول د سلګونو بې ګناه پاکستانیانو په وژل کښې مهم رول لری.