ایا رد الفساد جد الفساد پرضد دې ؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41642-ایا_رد_الفساد_جد_الفساد_پرضد_دې
ایا د ترهه ګرۍ جد الفساد یعنی د ترهه ګرۍ اصلی عوامل چی دغه تش په نوم مذهبی مشران دی هم ونیسئ یا یوازې د تیر وخت په شان به د بیګناه خلکو په نیولو سره خلکو ته دوکه ورکړئ ؟
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2017 09:37 Asia/Kabul
  • ایا رد الفساد جد الفساد پرضد دې ؟

ایا د ترهه ګرۍ جد الفساد یعنی د ترهه ګرۍ اصلی عوامل چی دغه تش په نوم مذهبی مشران دی هم ونیسئ یا یوازې د تیر وخت په شان به د بیګناه خلکو په نیولو سره خلکو ته دوکه ورکړئ ؟

زمونږ خبریال راپور راکوی د ترهه ګرۍ پرضد د رد الفساد په نوم عملیات چی د تیرې اونۍ له شورو ورځې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه به لوری اعلان او د زیارت له سهاره پیل شوی تراوسه پکې د د پاکستان د استخباراتی ادارو او پولیسو له لوری د ګڼ شمیر ترهه ګرو د وژل کیدا او نیول کیدا ادعاګانی مطرح شوی دی . د رد الفساد په نوم عملیات د ضرب عضب په نوم د عملیاتو په دوام او په پاکستان کې د ترهه ګرۍ له  وروستۍ څپې وروسته په داسې حال کې په درست هیواد کې د ترهه ګرو د ځپلو لپاره پیل شول  چی د پاکستان دولت او پوځ د نویو عملیاتو له پیلولو مخکې ادعا  کوله چی د ضرب عضب د عملیاتو په نتیجه کې  چی د ۲۰۱۴ میلادی کال په مینځنیو کې پیل شوی وو ، د ترهه ګرۍ ملا ماته کړی ده  خو د ترهه ګرۍ د نوی څپې په پیلیدا سره  اوس خلک دا پوښتنه مطرحوی چی ترهه ګری څرنګه په ماته ملا راپاڅیدله  او په درستو صوبو کې یې په ترهه ګرو حملو سره خپل پلید او منحوس شتون یو ځل بیا د پاکستان ولس او نړیوالو ته څرګند کړ چی پکې د ښځو او ماشومانو په شمول په سلګونو بیګناه پاکستانیان مړه او ژبل شوی دی  ؟

چی د پاکستان د درستو ځواکونو لخوا د  رد الفساد په نوم د ترهه ګرۍ ضد د نویو عملیاتو د پیلولو سبب شوی  او د دغو عملیاتو په پیلیدا سره د پاکستان په رسندویو کې جالب بحثونه هم پیل شوی دی . د بیلګې په توګه د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼۍ ، رد الفساد په دارلفساد تر عنوان لاندې یوه مقاله کې لیکی کله چی حکومت ، دولتی اداری او چارواکی په مالی فساد کې ‌ډوب وی طبیعی ده چی د ترهه ګرۍ په شان نور فسادونه به په هیواد کې رامینځته کیږی او ځینې حکومتی  او استخباراتی حلقې  هم  په مالی  او اداری فساد سر بیره په امنیت او ترهه ګری فساد کې هم لاس لری . دغه مقاله زیاتوی  تر هغه چی  د چارواکو ، ادارو او امنیتی اورګانونو په سویه اداری او مالی فساد جرړه نه وی ویستل شوی ، د ردالفساد په نوم عملیاتو سره به د ترهه ګرۍ جرړه ونه ویستل شی . د رد الفساد د عملیاتو په ارتباط یوه پاکستانی شاعر په اردو ژبه یوه رباعی  ویلی چی ژباړه یې په دې ډول ده .

 که مقرره شوی چی په ښار کې حد الفساد دې

نو پوځ لخوا یې درمان رد الفساد دې

دا هر څه سم خو مجاهدینو دا ووایو

ایا هغوئ به هم ونیسئ چی جد الفساد دی

 

د یادولو ده چی د دغې رباعۍ تر څنګ د سپاه صحابه د ترهه ګرې ډلې د مشرانو په شمول د مذهبی مشرانو انځورونه هم چی د مذهبی ترهه ګرۍ په نوم  د ترهه ګری ملاتړ کوی  ، هم چاپ شوی چی د پاکستان له پوځ او امنیتی ځواکونو د شاعر پوښتنه دا ده چی ایا د ترهه ګرۍ جد الفساد یعنی د ترهه ګرۍ اصلی عوامل چی دغه تش په نوم مذهبی مشران دی هم ونیسئ یا یوازې د تیر وخت  په شان به د بیګناه خلکو په نیولو سره خلکو ته دوکه ورکړئ ؟په داسې حال کې چی د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودری نثار علیخان او د پنجاب د قانون وزیر رانا ثنا ا... په شمول ځینې نور چارواکی له دغو مذهبی مشرانو سره اړیکی ،  ناسته پاسته او غونډې ترسره کوی .

عاشق حسین طوری