افغان طالبان په پاکستان کې په دینی مدرسو کې زده کړې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41846-افغان_طالبان_په_پاکستان_کې_په_دینی_مدرسو_کې_زده_کړې_کوی
د پاکستان د بلوچستان د صوبایی حکومت کورنیو چارو وزیر سرفرار بګټی له امریکایی رسندوې سره په خبرو کې ویلی دی اوس هم د بلوچستان صوبې په دینی مدرسو کې په زرګونو افغان طالبان زده کړې کوی . هغه همداراز ویلی دی چی له دې سره په یووخت ډیرې دینی مدرسې د افغان طالبانو دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2017 14:00 Asia/Kabul
  • افغان طالبان په پاکستان کې په دینی مدرسو کې زده کړې کوی

د پاکستان د بلوچستان د صوبایی حکومت کورنیو چارو وزیر سرفرار بګټی له امریکایی رسندوې سره په خبرو کې ویلی دی اوس هم د بلوچستان صوبې په دینی مدرسو کې په زرګونو افغان طالبان زده کړې کوی . هغه همداراز ویلی دی چی له دې سره په یووخت ډیرې دینی مدرسې د افغان طالبانو دی .

همداراز د مذهبی چارو وزیر الحسنات شاه هم ویلی دی چی په بلوچستان کې زیاتره دینی مدرسې  له بهرنیانو په تیره عربو هیوادونو مالی مرستې ترلاسه کوی .

له بلې خوا د نیکټا  مشر احسان غنی ویلی دی حکومت د ترهه ګرۍ په اړه نوې سیاست جوړوی چی پکې په دینی مدرسو کې اصلاحات هم شامل دی  او حکومت فیصله کړی ده چی درستې غیر رجسټرډ شوی  مدرسې ثبت کړی .

په دغه راپور کې راغلی دی چی د طالبانو مشر ملا هیبت ا...  له کویټه سره نږدې په کچلاک سیمه کې یوه دینی مدرسه چلوی .

ډیر شناندی په دې باور دی چی تر هغه وخته چی په پاکستان کې ډیرې  دینی مدرسې  چی پکې ترهه ګر روزل کیږی له مینځه  یو نه وړل شی ، په دغه هیواد او سیمه کې به ترهه ګرۍ ختمه نشی .