افغان طالبان په پاکستان کې په دینی مدرسو کې زده کړې کوی
د پاکستان د بلوچستان د صوبایی حکومت کورنیو چارو وزیر سرفرار بګټی له امریکایی رسندوې سره په خبرو کې ویلی دی اوس هم د بلوچستان صوبې په دینی مدرسو کې په زرګونو افغان طالبان زده کړې کوی . هغه همداراز ویلی دی چی له دې سره په یووخت ډیرې دینی مدرسې د افغان طالبانو دی .
همداراز د مذهبی چارو وزیر الحسنات شاه هم ویلی دی چی په بلوچستان کې زیاتره دینی مدرسې له بهرنیانو په تیره عربو هیوادونو مالی مرستې ترلاسه کوی .
له بلې خوا د نیکټا مشر احسان غنی ویلی دی حکومت د ترهه ګرۍ په اړه نوې سیاست جوړوی چی پکې په دینی مدرسو کې اصلاحات هم شامل دی او حکومت فیصله کړی ده چی درستې غیر رجسټرډ شوی مدرسې ثبت کړی .
په دغه راپور کې راغلی دی چی د طالبانو مشر ملا هیبت ا... له کویټه سره نږدې په کچلاک سیمه کې یوه دینی مدرسه چلوی .
ډیر شناندی په دې باور دی چی تر هغه وخته چی په پاکستان کې ډیرې دینی مدرسې چی پکې ترهه ګر روزل کیږی له مینځه یو نه وړل شی ، په دغه هیواد او سیمه کې به ترهه ګرۍ ختمه نشی .