پاکستان وایی د عربستان پولیسو دوه مخنثان وژلی دی
پاکستان وایی چې د دغه هېواد له هغو ۳۵ نرښځیانو چې د فبرورۍ په ۲۶ د سعودی عربستان پولیسو په ریاض کې نیولی وو دوه کسان په وهلو ټکولو وژل شوی دی.
د سعودی عرب خپرونو مخکې ویلی وو چې ۳۵ پاکستانی همجنسبازان یې نیولی دی. پاکستانی نرښځیان وایی چی هنری فعالیتونه کوی
د سعودی عربستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا د نرښځیانو د وژنې لګول شوی تور رد کړی او وایی چې هغوی یو نرښځی هم نه دی وژلی.
د پاکستان ډیلی قدرت ورځپاڼه لیکی چې دا کیسه هغه وخت راپورته شوه چې پاکستانی رسنیو د خپلو نرښخیانو د وژنې په هکله خبرونه خپاره کړل او په تعقیب یې په پاکستان کې د نرښځیانو د چارو فعالانو یو خبری کانفرانس جوړ کړ او د سعودی عربستان له خوا دنرښځیانو وژل یې وغندل.
ډیلی قدرت د سعودی عربستان د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکی چې، پاکستانیان پخپله مړه شوی دی. ورځپاڼه لیکی چې د سعودی د کورنیو چارو وزارت ورته ویلی چې په یوه نرښځی باندې د زړه دوره راغله او هغوی روغتون ته انتقال کړ خو هغه ساه ورکړه. دا په داسې حال کې ده چې د دویم کس د مړینې سبب نه دی معلوم شوی.
دغه پاکستانۍ ورځپاڼه لیکی چې اوس په ریاض کې د پاکستان سفارت خپل هېواد ته د خپلو دوه اتباعو د جسدونو د انتقال لپاره چمتووالی کوی.
که څه هم چې سعودی عربستان د روانې میاشتې په لومړیو کې خواوشا سل پاکستانی اتباع له دغه هېواد نه وشړل، خو ویل کیږی چې نیول شوی لسګونه نرښځیان یې لا هم د سعودی عربستان په زندانونو کې بندی پاتې دی.د پاکستان د نواز شریف حکومت چی عربستان سره نږدې اړیکی لری ، د پاکستان د وژل شویو ښاریزو موضوع نه تعقیبوی .