پاکستان د کابل ترهه ګره حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i42562-پاکستان_د_کابل_ترهه_ګره_حمله_وغندله
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کښې د روغتون مرګونې ترهه ګره حمله چې له کبله یې په لسګونو کسان ووژل شول وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2017 04:32 Asia/Kabul
  • پاکستان د کابل ترهه ګره حمله وغندله

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کښې د روغتون مرګونې ترهه ګره حمله چې له کبله یې په لسګونو کسان ووژل شول وغندله.

د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کښې وویل د پاکستان حکومت او ملت  د افغانستان له حکومت او ملت  او په تېره بیا د دغې حملې د قربانیانو له خپلوانو سره د خپلې زیاتې خواخوږۍ او تسلیت په وړاندې کولو سره دغه حمله په سختۍ سره غندی.

د یادونې ده چې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت هم پرون د کابل په روغتون باندې د ترهه ګرې حملې سره سم دغه حمله سخته وغندله او د افغانستان له حکومت او ملت او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خپلې همدردۍ اعلان کړے ؤ او په سیمه او افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مقابلې یوازنۍ لاره نړیواله اجماع او اراده اوله ترهګرو ډلو سره دمادی او معنوی مرستو او ملاتړ مخنیوی وباله .