د چمن دروازه تر نامعلومې مودې بیا وتړل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i42564-د_چمن_دروازه_تر_نامعلومې_مودې_بیا_وتړل_شوه
د چمن دروازه پرون ماښام تر نامعلومې مودې پوری وتړل شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2017 04:38 Asia/Kabul
  • د چمن دروازه تر نامعلومې مودې بیا وتړل شوه

د چمن دروازه پرون ماښام تر نامعلومې مودې پوری وتړل شوه.

د پاکستان دولتی تحقیقاتی ادارې (FIA) چارواکو رسنیو ته ویلی چې تر دوه ورځو خلاصېدو وروسته یې د چمن لاره تر نامعلومې مودې پوری یو ځل بیا وتړله.

د پاکستان د خبری رسنیو په حواله د یادی ادارې چارواکو ویلی چې له دې وروسته به یوازی هغه څوک پر دغه لاره پرېښودل کیږی چې پاسپورټ او ویزه ولری.

باید وویل شی چې د تیری میاشتی فروری پر ۱۶می نیټې د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوا په امر د افغانستان سره ټولی پولې او لارې وتړل شوې او په دغه هیواد کې په زرګونو افغانان چې ځینی یې په قانونی اسنادو سفر کړے و، بند پاتې وو. چې زیات شمېر یې په تیرو دوه ورځو کې د تورخم او چمن له لاری افغانستان ته واوښتل او ګمان کیږی چې اوس به هم ډېر افغانان بند پاتې شوی وی.