دایران او پاکستان ترمینځ دې تجارتی آسانتیاوې زیاتې شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45962-دایران_او_پاکستان_ترمینځ_دې_تجارتی_آسانتیاوې_زیاتې_شی
ایرناخبری اژانس راپورورکړ دایران د تجارتی ، صنائعو کانونو او کرهڼیزو چارو دکوټې مشر غلام حسین شافعی نن په تهران کې دپاکستان دولسی جرګې له مشر سردارآیاز صادق سره په کتنې کې دایران او پاکستان ترمینځ د دنیغ په نیغه مالی او بانکی ارتباط په ټینګولو ، په ترجیحی تجارت کې د ټرفونو دکمولو او دتاجرانو لپاره د ویزو دمشکل پر ختمولو ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2017 15:41 Asia/Kabul
  • دایران او پاکستان ترمینځ دې تجارتی آسانتیاوې زیاتې شی

ایرناخبری اژانس راپورورکړ دایران د تجارتی ، صنائعو کانونو او کرهڼیزو چارو دکوټې مشر غلام حسین شافعی نن په تهران کې دپاکستان دولسی جرګې له مشر سردارآیاز صادق سره په کتنې کې دایران او پاکستان ترمینځ د دنیغ په نیغه مالی او بانکی ارتباط په ټینګولو ، په ترجیحی تجارت کې د ټرفونو دکمولو او دتاجرانو لپاره د ویزو دمشکل پر ختمولو ټینګار وکړ .

هغه  په دغې کتنې کې وویل دایران او پاکستان  ترمینځ په اقتصادی حوزې کې  ډیر زیات ظرفیّتونه شته دی  چې  باید له هغو د دواړو هیوادونو  داقتصادی اړیکو  دلوړولو لپاره استفاده وشی .

غلام حسین شافعی  دایران او پاکستان ترجیحی تجارت ته په اشارې سره  وویل ،دانرژۍ حوزه ، کرهڼې ، ټرانسپورټ ، دقالیو او کپړو صنعت ، خوراکی ،کیمیکل مواد  او کانونه  هغه حوزې دی چې   د دواړو هیوادونو  په اقتصادی اړیکو کې  ورته خاص پام کیدلی شی . هغه  په تهران  او اسلام اباد کې   د دواړو هیوادنوو دګډې تجارتی کوټې  دجوړیدا په ضرورت په ټینګار سره  هیله وښودله ، دپاکستان حکومت  د دواړو هیوادونو داقتصادی  اړیکو  غوټه پرانیستلی شی.

 دپاکستان دولسی جرګې مشرسردارآیازصادق هم  په دغې کتنې کې  دایران  اوپاکستان  اقتصاد دیوه بل بشپړونکی وباله  او وې ویل  ، هیواد ئې ،  چین ته دایران  د  واردیدو دروازه ده  او ایران  دپاکستان له لارې  چین  او مینځنۍ آسیا  هیوادونو سره یو ځای کیدلی شی .