پاکستان د طالبانو موضوع له افغانستان سره مطرح کوی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i46074-پاکستان_د_طالبانو_موضوع_له_افغانستان_سره_مطرح_کوی_.
زمونږخبریال وایی د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز وویل دطالبانو او جماعت الاحرار وهابی ټروریسټی ډلوپخوانی ویندوی احسان الله احسان چې اصلی نوم یې لیاقت علی دی داعترافاتو په اړه غور کوو او اسلام اباد به دغه موضوع دافغانستان له حکومت سره مطرح کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2017 12:42 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د داعش ډلې مشر خالد خراساني  چې ژوبل شوی وو ددرملنې لپاره هندوستان ته وړل شوی وو .
    په افغانستان کښې د داعش ډلې مشر خالد خراساني چې ژوبل شوی وو ددرملنې لپاره هندوستان ته وړل شوی وو .

زمونږخبریال وایی د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز وویل دطالبانو او جماعت الاحرار وهابی ټروریسټی ډلوپخوانی ویندوی احسان الله احسان چې اصلی نوم یې لیاقت علی دی داعترافاتو په اړه غور کوو او اسلام اباد به دغه موضوع دافغانستان له حکومت سره مطرح کړی .

هغه وویل د احسان الله احسان اعترافات ډیر مهم دی او هغه په اعترافاتو کښې ډیر شیان ایشوا کړی دی او اسلام اباد ددغو اعترافاتو په اړه دافغانستان له حکومت سره په خبرو کولوغور کوی او په دې هکله به یوه(۱) فیصله هم وشی .

دپاکستان دطالبانو او د جماعت الاحرار ډلوپخوانی ویندوی احسان الله  احسان په په یوې ویډیو  کښې په اعترافاتو کښې ویلی دی چې دغه ډلې دپاکستان پرضد داقداماتو دترسره کولو لپاره د افغانستان له ملي  امنیت ادارې (استخباراتو ) او دهندوستان له جاسوسۍ ادارې را (RAW)څخه مالی مرستې ترلاسه کوی .

احسان الله احسان دغه راز ویلی دی چې طالبانواو جماعت الاحرار ترهګرې ډلې په افغانستان کښې په ازادۍ سره د تګ راتګ لپاره د افغانستان او د هندوستان له جاسوسۍ ادارو سره غږملتیا کوی او د هندوستان استخباراتی اداره را(RAW) دغو دوو(۲) ډلو ته لارښونه هم کوی .

هغه وویل په افغانستان کښې داحرار الشام  ډلې مشر خالد خراسانی  چې ژوبل شوی وو ددرملنې لپاره هندوستان ته وړل شوی وو  او خراسانی دافغانستان  په کابل کښې یو کور هم لري .

دپاکستان د طالبانو ډلې پخوانی ویندوی احسان الله احسان وویل د احرار الشام ډلې مشر خالد خراسانی ویلی که چیرې اسرائیل غواړی چې دپاکستان دبې ثباته کولو لپاره له ما سره مرستې وکړی نو زه به ضرور د اسرائیلو مرستې ترلاسه کړم .