دپاکستان طالبان عادی ژوند ته ستنیدل غواړی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i46076-دپاکستان_طالبان_عادی_ژوند_ته_ستنیدل_غواړی_.
زمونږ خبریال وایی د پاکستان نامتوخبریال رحیم الله یوسفزی وویل اوس دطالبانو ډلې غړی تنګ شوی دی او عادی ژوند ته بیرته ستنیدل غواړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2017 13:05 Asia/Kabul
  • دپاکستان دطالبانو ستر مشران به تسلیم نشي ځکه چې پوهیږي دوې به ونه بخښل شي .
    دپاکستان دطالبانو ستر مشران به تسلیم نشي ځکه چې پوهیږي دوې به ونه بخښل شي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان نامتوخبریال رحیم الله یوسفزی وویل اوس دطالبانو ډلې غړی تنګ شوی دی او عادی ژوند ته بیرته ستنیدل غواړی .

هغه وویل دپاکستان دطالبانو پخوانی  ویندوی احسان الله احسان پوځ ته دځان له سپارلو وروسته ډیر مهم اطلاعات ورکړی دی چې په وسیله به یې پوځ ډیرې بریاوې ترلاسه کړی او په راتلونکی کښې به پوځ دترهګرو پرضد ستر اقدامات ترسره کړی .

دپاکستان مشهور خبریال رحیم الله یوسفزی وویل زما دمعلوماتو پراساس دطالبانو  غړی اوس پوزې ته راغلی دی او هغوې غواړی چې وبخښل شی او هغوې عادی ژوند ته ورستانه شی .

رحیم الله وویل دپاکستان دطالبانو ستر مشران به تسلیم نشی ځکه چې پوهیږی دوې به ونه بخښل شی خو عادی غړی بیا غواړی چې دوې وبخښل شی .

رحیم الله یوسفزی وویل دپاکستان د طالبانو ډلې هغه غړی چې غواړی وبخښل باید یوځل وبخښل شی او که چیرې کوم غړی ته سزا ورکول پکار وی نو هغه ته باید له خپل جرم سره سمه سزا ورکړل شی .

دپاکستان وتلی خبریال رحیم الله یوسفزی بیا وویل احسان الله احسان دطالبانو ډلې دشورا مهم غړی وو نو په همدې وجه به له هغه سره مهم معلومات وی او زیاته یې پوځ ته به دغه معلومات ترلاسه شوی وو او د ترهګرو  پرضد ستر عملیات کولای شی .