پاکستان په سوریه کی د دایم اوربند په ټینګیدو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i46118-پاکستان_په_سوریه_کی_د_دایم_اوربند_په_ټینګیدو_ټینګار_وکړ
د ترلاسه شویو راپورونو سره سم، د پاکستان د دفاع وزیر؛ د قزاقستان په آستانه کی د سوریی د سولې خبرو اترو څخه په ملاتړ کولو سره، په سوریه کی د دایم اوربند په ټینګیدو ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2017 08:32 Asia/Kabul
  • پاکستان په سوریه کی د دایم اوربند په ټینګیدو ټینګار  وکړ

د ترلاسه شویو راپورونو سره سم، د پاکستان د دفاع وزیر؛ د قزاقستان په آستانه کی د سوریی د سولې خبرو اترو څخه په ملاتړ کولو سره، په سوریه کی د دایم اوربند په ټینګیدو ټینګار وکړ.

د پاکستان د دفاع وزیر«خواجه آصف» په مسکو کی د روسیې د دفاع وزیر«سرګیی شویګو» سره له لیدنې وروسته، د روسیی د اسپوتنیک خبری آژانس سره په مرکه کی وویل: اسلام آباد، د سوریی کړکیچ د هوارۍ، او پدی هیواد کی د سولې ټینګیدو لپاره، د قزاقستان د آستانه په خبرو اترو کی د روسیې له رول څخه هرکلئ کوی، او باوری دئ چی نړیواله ټولنه باید، په سوریه کی د اوربند د ټینګیدو په منظور، له هر ډول هلې ځلې څخه ملاتړ وکړی.

خواجه آصف زیاته کړه: د قزاقستان د آستانه خبری اترې، په سوریه کی د سولې د راتلو او د اوربند د ټینګیدو لپاره، ښه نوښت دئ.

روسیې، د جنورۍ په میاشت کی، د ترکیې او ایران په ګډون؛ په سوریه کی د اوربند د ضمانت کونکو په توګه، د آستانه د سولې مذاکرو د ترسره کیدو لپاره، زمینه برابره کړه.