پاکستان پر ایرانی پوله ساتونکو باندی حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i46144-پاکستان_پر_ایرانی_پوله_ساتونکو_باندی_حمله_وغندله
د ایرنا د راپور په اساس، د پاکستان د خارجه وزارت ویاندوی، د دؤو هیوادونو د پولو به نږدیو کی، د ایران د اسلامی جمهوریت پر پوله ساتو باندی ترهه ګره حمله؛ چی د یو شمیر ایرانی سرحدی ځواکونو د شهادت سبب شوه؛ وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2017 13:00 Asia/Kabul
  • پاکستان پر ایرانی پوله ساتونکو باندی حمله وغندله

د ایرنا د راپور په اساس، د پاکستان د خارجه وزارت ویاندوی، د دؤو هیوادونو د پولو به نږدیو کی، د ایران د اسلامی جمهوریت پر پوله ساتو باندی ترهه ګره حمله؛ چی د یو شمیر ایرانی سرحدی ځواکونو د شهادت سبب شوه؛ وغندله.

 د پاکستان د خارجه وزارت ویاندوی«نفیس زکریا»نن پخپل اونیز کنفرانس کی، د دؤو هیوادونو پولې ته څیرمه، پر ایرانی پوله ساتونکو د ترهه ګری حملې په غندلو سره؛ چی د یو شمیر سرحد ساتونکو د قربانی کیدو سبب شوه؛ د ایران د دولت او خلګو، په تیره د شهیدانو له کورنیو سره، د تسلیت او غم رازۍ مراتب څرګند کړل.

نفیس زکریا؛ پدی هکله چی تره ګر د ایران پر پوله ساتونکو باندی له حملې وروسته، د پاکستان خاورې ته تښتیدلی دی؛ د ایران د اسلامی جمهوریت د انتظامی ځواک(ناجا) د اطلاع رسونی د مرکز له خوا، د خپاره شویو خبرونو په عکس العمل کی، دغې پوښتنې ته د څرګند ځواب له ورکولو څخه ډډه وکړه.